د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله، اسرائیلو ته مرګ ژوبله واړوله
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د لبنان د اسلامي مقاومت حزب الله ځواکونه د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو ترمینځ په یوې بم چاودنې سره له هغوې سره ونښتل او له کبله یې یوشمیر صهیونیسټ پوځیان مړه او ژوبل شول.
حزب الله وویل د مقاومت جنګیالیو نن سهار پاو کم څلور بجی د صهیونیسټ رژيم د عسکرو په مینځ کښې بم چاودنه وکړه.
د لبنان د حزب الله مقاومت ځواکونه د دښمن له دغو پوځیانو سره چې «رامیه» ښارګي ته د نفوذ هڅه یې کوله جګړه وکړه او له کبله یې یوشمیر کسان مړه او ژوبل شول.
حزب الله دغه راز د فلسطین په شمال کښې په «تل شعر» اډې کښې د دښمن په یوشمیر پوځیانو د توپونو ډزې وکړې.
بل خبر دا چې د لبنان حزب الله نن سهار د صهیونیسټ رژیم په پوځيانو او مرکزونو باندې درې نوي حملې وکړې.
د لبنان حزب الله وویل چې نن سهار یې په څو توغندیو سره په «معیلیا» اډې کښې د صهیونیسټ رژيم د توغندیو یو پلیټ فارم تباه کړی دی.
په «المناره» صهیونیسټ میشته ښارګي کښې د صهیونیسټ دښمن د پوځیانو د راغونډیدا په ځاې او دغه راز د رامیه اډې په شاوخوا کښې د صهیونیسټ رژیم په پوځیانو باندې په هدایت شویو توغندیو سره د حزب الله لخوا حملې وشوې.
حزب الله وویل په دغو عملیاتو کښې د صهیونیسټ رژیم یوشمیر پوځیان مړه او ژوبل شوي دي.
صهیونیسټ رژیم هم له تیرو شلو ورځو راهسې راهسې د لبنان د جنوب په بیلابیلو سیمو باندې سختې حملې او بمباریانې پیل کړي دي چې اوس هم دوام لري.