ایران د صهیونیسټي رژیم له ګواښونو سره د مقابلې لپاره له فعالې ډیپلوماسۍ کار اخلي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په تیرو څو ورځو کښې لبنان، سوریې، سعودي عربستان، قطر او عراق ته د سفر په ترڅ کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د بندولو لپاره د سولې او جنګ دواړو لارو لپاره د ایران د چمتووالي اعلان وکړ
د ایرنا د خبر له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی په یو پیغام کښې چې په انسټاګرام ټولنیزه شبکه کښې یې په خپل شخصی اکاونټ کښې شریک کړ، له خپل عراقی سیال سره په ګډ خبری کانفرنس کښې د صیهونیسټانو د جنګي جنایتونو د سملاسي بندولو په ضرورت کې د سیمې د هیوادونو او نړیوالو ترمینځ د ګډ تفاهم رامینځته کول جوت شوی دي .
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په تیرو څو ورځو کښې لبنان، سوریې، سعودي عربستان، قطر او عراق ته د سفر په ترڅ کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د بندولو لپاره د سولې او جنګ دواړو لارو لپاره د ایران د چمتووالي اعلان وکړ
عراقچي په بغداد کې له ولسمشر عبداللطیف جمال رشید، لومړي وزیر محمد شیاع السوداني او د عراق د بهرنیو چارو له وزیر فواد حسین سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د مخنیوي لپاره د دیپلوماتیکو سلامشورو لپاره د خپل سیمه ایز سفر په لړ کښې نن سهار د عمان پلازمینې مسقط ته لاړ.
عراقچي دغه هېواد ته له رسېدو سمدستي وروسته د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سید بدر البوسعیدي سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.