صهیونیسټي پوځیانو د غزې په شمال کې ۲۶ فلسطینیان په شهادت ورسول
Oct 22, 2024 09:45 Asia/Kabul
صهیونیسټي پوځیانو د غزې په شمال کې د جبالیا په کمپ کې پر ملکي خلکو ډزې کړي او یو کور یې په نښه کړی چې له امله یې ۲۶ فلسطینیان چې ځینې یې ماشومان وو په شهادت رسېدلي دي.
سحاب شبکې د العالم په حواله خبر ورکړی چې، په جبالیا کې پر یوه ښوونځي چې فلسطینیان پکې اوسېدل، د ډزو له امله اووه فلسطینیان شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د جبالیا په ښار کې د ولسي خلکو په راټولېدنې د اسرائیلو په برید کې ۶ فلسطینیان چې یو شمېر یې ماشومان هم وو، شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول.
په جبالیا کمپ کې د صهیونیسټي رژیم په هوایي حملې کې د الیمن السعید روغتون ته څېرمه څلور فلسطینیان شهیدان شول.
د غزې په ښار کې د دغه ښار په شمال کې پر یو کور د توغندي د لګېدو له امله ۹ فلسطینیان شهیدان او په لسګونه نور ژوبل شول.
ټیګونه