د فلسطین مقاومتي ډلو پر صهیونیسټي پوځ بیا سخت ټکونه وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153496
سحاب – په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژيم د پوځ دحملو او ددغې تړانګې دکلابندۍ له دوام سره په یووخت ، مقاومتی مبارزانو په یولړ نورو عملیاتو سره  نیواکګرو  جنایتکارو ته درندۀ تاوانونه  واړول.
(last modified 2024-10-23T01:56:37+00:00 )
Oct 23, 2024 06:23 Asia/Kabul
  • د فلسطین مقاومتي ډلو پر صهیونیسټي پوځ بیا سخت ټکونه وکړل

سحاب – په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژيم د پوځ دحملو او ددغې تړانګې دکلابندۍ له دوام سره په یووخت ، مقاومتی مبارزانو په یولړ نورو عملیاتو سره  نیواکګرو  جنایتکارو ته درندۀ تاوانونه  واړول.

سحاب چینل  د ایرنا له قوله راپور راکړ، د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ پوځي څانګې عزالدین القسام کنډکونو  دیو شمیر انځورونو په خپرولو سره وئيلي دي، په جبالیان کې ئې  په تل الزعتر کوڅې کې  د صهیونیسټي رژيم د پوځ  یو مرکاوا ټانک سره د ټولو مهماتو او سوارلی په ستر بم سره الوزولی  اولوو لّپه ئې سوځولی دی.

د القسام د خبرتیا په اساس ،   دغزې ښار په شمال کې ئې یو  ډي ۹ ډ،له بولډزر هم تباه کړی دی او دغه راز ئې  په الیاسین ۱۰۵ ډوله راکټ  او تاندوم هوان سره  او دیوشمیر بمونو په الوزولو سره  د جبالیا  کیمپ په لویدیځ  الفالوجا سیمې کې د صهیونیسټي رژيم یوشمیر زغروال ګاډي او دوه نوره بولډوزرې هم تباه کړې. په دغې اعلامیې کې دغه راز راغلي دي ، په نتساریم چورلیز کې د اسرائيلو دیره وحشي پوځيان ئې  په لنډ واټنه  توغندیو سره په شیشت کې راوستي اویولړ مرګ ژوبلې ئې وراړولي دي.

داپه داسې حال کې دي چې    د صهیونیسټي رژیم  د لومړي وزیر  له هلوځلو سره سره  د نیواکي  فلسطین دشمالي سیمو  اوسیدونکی نور خپلو ښارګوټو او کورونو ته ستنیدا ته ګروهمن نه دي  او یوه نظر سنجي ښې  چې  کابو اویا فیصدي  اوسیدونکي ئې غواړي ،په نورو سیمو کې هستوګن شي.