پر نتنیاهود صهیونسټانو سخت ټکونه،له ځانه وشرمیږه
سحاب – د صهیونیسټي بندیانو یو شمیر کورنیو د جنایتکار صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر د وینا دستورې ترینګلي کړې او پر هغه ئې حمله وکړه.
سحاب خبری چینل زمونږ دخبریال له قوله راپور ور کړی،د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بینیامین نتنیاهو پرون د طوفان الاقصی عملیاتو د اسرائيلی وژل شوو کسانو په مناسبت په یولړ دستورو کې د خپلې وینا په پیل کې ددغو کسانو د کورنیو له سخت اعتراض سره مخ شو.
د صهیونیسټي بندیانو کورنیو په دې باندې په اندیښنې سره چې نتنیاهو د سولې په موافقې پسې نه دی، ووئيل؛ یوکال تیر شو،خو ولې دې بندیان راستانه نه کړئ شول::::
د صهیونیسټي رژيم د اپوزیشن رهبر یائیر لاپیډ په اسرائيلو کې د امنیت په ټينګیدا کې د نتنیاهو د کابینې په کړچار په سختو نیوکو سره ووئيل، واټونو ته دامنیت د بیرته ستنولو او د نظم دټينګولو وخت رارسیدلی دی او هغه وخت دی چې یو کس مسئول وي. د لاپیډ اشاره دموساد له مرکز سره نزدې د بسونو له تمځاي سره نزدې په یوه ټرک سره د یو شمیر صهیونیسټي پوځيانو باندې حملې ته وه چې د تل ابیب په شمال کې پيښه شوې ده او لږترلږه پکې پنځه صهیونیسټي پوځیان هلاک او پنځوس نور پوځیان ټپیان شوي دي.
د صهیونیسټي رژیم د دولسم چینل هم راپور ورکړی دی،یوازې په تیرې یوې اونۍ کې د غزې تړانګې او لبنان په نښتو کې ددغه رژيم د پوځ ۲۲ پوځيان هلاک شوي دي.