د غزې په شمال کې ۱۲۰۰ فلسطینیان په شهادت رسېدلي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153802-د_غزې_په_شمال_کې_۱۲۰۰_فلسطینیان_په_شهادت_رسېدلي
د صهیونیسټانو له خوا د غزې په شمال کې د تېرې یوې میاشتې د محاصرې له امله لږ تر لږه ۱۲۰۰ فلسطینیان په شهادت رسېدلي دي.
(last modified 2024-11-01T22:13:21+00:00 )
Nov 02, 2024 02:39 Asia/Kabul
  • د غزې په شمال کې ۱۲۰۰ فلسطینیان په شهادت رسېدلي

د صهیونیسټانو له خوا د غزې په شمال کې د تېرې یوې میاشتې د محاصرې له امله لږ تر لږه ۱۲۰۰ فلسطینیان په شهادت رسېدلي دي.

د سحاب شبکې د راپور له مخې، د فلسطین د روغتیا وزارت په خپل تازه راپور کې اعلان کړی، چې اسرائیلي پوځ د عامې وژنې او د غزې تړانګې په شمال په ځانګړې توګه په  بیت لاهیا کې په قصدی توګه د فلسطیني کډوالو د کمپونو په نښه کولو پّ حال کې دی او د روغتیايي سیسټم له منځه وړل سره سم یې ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د فلسطین د روغتیا د وزارت یوه چارواکي منیر البورش په دې اړه ویلي: اسرائیلو د غزې په شمال کې د فلسطینیانو پر وړاندې جنایتونو او نسل وژنې ته دوام ورکړی او په عین حال کې یې د غزې شمال ته د خوراکي توکو، درملو او د اړتیا وړ شیانو د داخلېدو مخه هم نیولې ده او د دې سیمې د قومي پاکوالي په حال کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو په وروستیو څو ساعتونو کې یو ځل بیا د غزې تړانګې په شمال کې پر ځینو سیمو بمباري وکړه.

د غزې تړانګې په مرکز پر النصیرات کمپ باندې د صهیونیسټي رژیم په حملې کې یوشمیر فلسطینیان شهیدان او ژوبل شوي دي.