د اسرائیلو رژيم د جنګ د مدیریت لپاره سټراټيژۍ نلري
سحاب خبري سایټ راپور راکړی د تل اویو د پوهنتون استاد « ایال زایسر» په یوه یادښت کښې اعتراف وکړ: د موجود تصور پرخلاف څوک په اسرائیلو کښې د جنګ مدیریت نه کوي بلکې دا جنګ دی چې اسرائیل دې خوا او هغې خوا ته بوځي.
د لویدیځې اسیا د چارو کارپيژاند او د تل اویو د پوهنتون د مشر مرستیال ایال زایسر» په «یسرائیل هیوم»ورځپاڼې کښې په یوه یادښت کښې ولیکل: یوشمیر کسان د اسرائیلو د جنګ د وزیر یواو ګالانټ د څنګ ته کیدا په هکله خپه شوي او ویلي یې دي چې نور څوک نشته چې جنګ مدیریت کړي خو دوې به زر متوجه شي چې حتی د ګالانټ په وخت کښې هم اسرائیلو جنګ نه مدیریت کاوه بلکې دا جنګ و چې اسرائیل یې مدیریت کاوه او اخوا او دیخوا یې بیوه.
هغه وویل اسرائیل د غزې او د لبنان د جنګونو لپاره هیڅ د لارې نقشه نلري او لومړی وزیر نه غواړي چې پوځ ته ووايي چې له دغه جنګ څخه یې حقیقي هدفونه څه دي او په کوم لور روان دی او جنګ ختمیدونکی نه دی.
زایسر وویل چې په لبنان کښې هم اسرائیل تقریبا یو کال کیږي چې په جبۍ کښې ښخ دی او د اسرائیلو عسکر له ستومانه کونکي جنګ سره مخامخ دي.