له قرآن او ارزښتونو څخه د لیریکیدا خطره اسلامی امت سخت ګواښي
له قرآن او ارزښتونو څخه د لیریکیدا خطره اسلامی امت سخت ګواښي
زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ مشر دې ته په اشارې سره چې د ایران اسلامی جمهوریت پخپلې لوئې دندې عمل کوي، روښانه کړه ،یوه هغه جدي خطره چې اسلامی امت ګواښي ، دا دی چې ځيني غواړي، خپل دریځونه له قرآن کریم ، ارزښتونو او اصولو څخه ورآخو غوره کړي.
په راپور کې و ئيل شوي دي،یمن د انصار ا...رهبر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي له غزې تړانګې او لبنان سره داړونده ترټولو وروستیو بدلونونو په باب پخپلې وینا کې ووئيل؛ د ایران اسلامی جمهوریت پخپلې لوئې اسلامی دندې عمل کوي او تراوسه پورې ئې په دغې لارې کې د شهید سردار قاسم سلیماني په څیر ګرانبیّه شهیدان هم ډالۍ کړي دي.
بدرالدین الحوثي روښانه کړې، د یمن قدرمن خلک پخپل جهادي سفر کې هره اونۍ شهیدان ډالۍ کوي.
د یمن د انصار ا...ولسی غورځنګ رهبر ووئيل، هغه صهیونیسټي پروژه چې امریکا ئې غواړو ، مونږ ورسره ملګري شو، د اسلامی امت په ضد هماغه تیریګره پروژه ده . له بده مرغه زایتره عرب حکومتونه د امریکا د غوښتو ،تمو او دړکو په وړاندې په تسلیمیدا سره له صهیونیسټي پروژې سره یوځاي شوي دي.
الحوثي په دوام کې ووئيل، د مونږ د امت مصلحت دا نه دی چ ې خپلې توانمنۍ دخپل دښمن په ګټه وکاروو. هغه زیاته کړې ده ،صهیونزم غواړي ،هغه لوري چې چې د دوی سناریو ګانې مني ، یوازې د دوي د لاس لوبتکې وي، صهیونزم نه غوړي هیح یو لوری د دوی د سناریو په وړاندې ودریږي.
عبدالملک بدرالدین الحوثي په دوام کې روښآنه کړه ، یوه هغه خطره چې اسلامی امت ګواښي داده چې ځيني غواړي ، خپل دریځونه له قرآن کریم ،ارزښتونو او اصولو څخه ورآخوا غوره کړي. کله دریځونه له اصولو او اخلاقو ورآخوا غوره شي، نو لیدتوګې هم د تمې او ګټو په عنوان سره منحرفې کیږي. د انصار ا... رهبر په دوام کې ووئيل، زیاتره عرب حکومتونه په داسې حال کې له امریکا سره ملګري کیږي چې پوهیږي، هیوادونه او حکومتونه ئې د همدغه هیواد له خوا ټارګټ کیږي.
هغه دغه راز ووئيل، امت باید ځان د امریکا او صهیونیسټي رژيم د ویرې او وحشت له قید او بنده وژغوري.امریکا او صهیونیسټي رژيم د امت دتوانمنیو د له مینځه وړلو لپاره هڅه کوي.
هغه روښانه کړې ده ، شهیدان یو لوي مکتب دی نو ځکه د دوی یاد او خاطرو ژوندی ساتل د وجدانونو د ویښتیا سبب کیږی. صهیونیسټي رژيم یو داسې نوی پلان چې ډير جنایتکار او خونړی دی ، د غزې تړانګې د اوسیدونکو په ضد انځور کړی دی.
هغه ووئيل صهیونیسټي رژيم دغزې په شمال کې دسختې لوږې د رامینځةکولو او اجباري کډوالۍ ته د دوي د اړباسلو نیّت لري. دعراق مقاومت په پراختیا دی او صهیونیسټي دښمن خوبونه ئې ورک کړي دي. هغه زیاته کړې ، امریکا د یمن د هیواد او ملت په ضد څو حملې کړي دي، خو دمونږ په عملیاتو ئې هیڅ اغیزې نه دی شیندلي ، لکه څنګه چې دوه ورځې مخکې ټولو ولیدل په سرده سمندر کې د امریکا ابراهم لنکن جنګي بیړه هم د مقاومتی مبارزانو د توغندیو او ډرونز له شیشته بهر نه دی او لوخړې ئې ترې پورته کړي دي. او دغه عملیات به د غزې تړانګې د کلابندۍ او د لبنان اوغزې په ضد د جنګ تر بندیدا پورې دوام ولري.