د جنوبي کوریا پارلمان د ولسمشر ګوښه کولو ته رایه ورکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د جنوبي کوریا پارلمان اکثریت غړو د دغه هېواد ولسمشر یون سوک یول په استيضاح سره د هغه بې واکه کولو ته رایه ورکړې ده.
دا په دې معنا ده چې ښاغلی یون سم دلاسه له واکه ایسته کړل شوی او د دغه هېواد لومړی وزیر هن ډوکسو به د چارسمبالي ولسمشر په توګه دنده ترسره کوي.
د پارلمان ۲۰۴ غړو د ښاغلي یون د استيضاح په حق کې رایه ورکړه.
د پارلمان د مشر وو وونشیک په وینا، د یون د ولسمشرۍ واکونه او دندې به وروسته له هغه وځنډول شي چې د استیضاح په اړه د سند کاپي هغه او د اساسي قانون محکمې ته وسپارل شي.
د یادولو ده چې د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول ۱۲ ورځې مخکې پوځي حکومت اعلان کړ خو د هغه له دغې پرېکړې سره د ده د خپل ګوند په ګډون، د دغه هېواد دوو مهمو ګوندونو مخالفت وکړ.
تر دې وړاندې د ښاغلي یون د استيضاح کولو هڅه ناکامه شوې وه.
د پارلمان تر ودانۍ بهر ورټولو شوو اعتراض کوونکو دغه پرېکړه نمانځلې او خوښي یې څرګنده کړې ده.
د جنوبي کوریا د اساسي قانون محکمه ۱۸۰ ورځې وخت لري چې د هغه د سیاسي راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.
د دغه هېواد د اساسي قانون محکمه دا صلاحیت لري چې د ښاغلي یون بې واکه کول تایید کړي او یا یې بېرته خپلې څوکۍ ته ور وګرځوي.
که وروستۍ پرېکړه هم د هغه د بې واکه کولو په حق کې وشي نو بیا به تازه ټاکنې کېږي.