د اسرائیلو پوځ د خپلو څلویښتو پوځیانو هلاک کیدل تائید کړل
Dec 30, 2024 01:43 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د پوځ راډیو وویل په غزې تړانګه کښې په وروستیو عملیاتو کښې څلویښت پوځیان وژل شوي دي.
د اسرائیلو د راډیو د راپور پراساس دغه پوځیان د غزې تړانګې په شمال کښې په جبالیا سیمه کښې وژل شوي.
د صهیونیسټ رژيم رسنیو ومنله چې پرون ورځ هم دوه نور پوځیان په غزې تړانګه کښې په نښتو کښې وژل شوي.
د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په پینځمه نیټه په جبالیا سیمې باندې د حملې له پیلیدا ورسته د اسرائیلو د وژل شویو پوځیانو شمیر اوس څلویښتو ته رسیدلی.
دغه راز د صهیونیسټ رژیم د «ناحال» لیوا یو بل پوځي هم د غزې تړانګې په شمال کښې د روانو جنګونو په وخت سخت ژوبل شوی.
ټیګونه