فارن پالیسي د اسرائیلو جنایتونو ته په پام نه کولو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155956
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د «فارن پالیسي» راپور د فلسطین د غزې تړانګې په روغتونونو باندې حملو کښې د صهیونیسټ رژيم لخوا د بشري حقوقو پراخو خلاف ورزیو او دغو بریدونو ته د نړیوالې ټولنې په چوپتیا او پام نه کولو نیوکه وکړه.
(last modified 2025-01-05T07:20:03+00:00 )
Jan 05, 2025 11:18 Asia/Kabul
  • فارن پالیسي د اسرائیلو جنایتونو ته په پام نه کولو نیوکه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د «فارن پالیسي» راپور د فلسطین د غزې تړانګې په روغتونونو باندې حملو کښې د صهیونیسټ رژيم لخوا د بشري حقوقو پراخو خلاف ورزیو او دغو بریدونو ته د نړیوالې ټولنې په چوپتیا او پام نه کولو نیوکه وکړه.

فارن پالیسي مجلې ولیکل د تیر میلادي کال په اخري ورځ هغه وخت چې د ملګروملتونو د بشري حقوقو دفتر د اسرائیلو رژیم لخوا د غزې تړانګې د روغتونونو د تباه کولو په هکله مهم راپور خپور کړ هیله کیدله چې د دغه خبرداري ورکونکي راپور پایلې په سبا ورځ د خبرونو په سر کښې ورشي.

په دغه راپور کښې وویل شو چې په غزې کښې د صهیونیسټ رژيم لخوا د روغتیا نظام تباه کول او د اسرائیلو په حملو کښې د روغتونونو د ډاکټرانو او د نرسانو او د مریضانو او د ملکي وګړو د وژلې دوام انسان دوستانه نړیوالو مسائیلو او د بشري حقوقو قوانینو ته د پام نه کولو نیغ په نیغه نتیجه ده.

د فارن پالیسي مجلې لیکوال د نیویارک ټایمز، د واشنګټن پوسټ او د وال سټریټ جورنال سټریټ په شمول د امریکا په ورځپاڼو کښې د دغه مهم راپور ته په پوښښ او کوریج کښې په بې توجهې نیوکه وکړه او ویې لیکل د دغه راپور په پراخه سویه نه پوښښ د امریکا په رسنیو کښې په غزې کښې د اسرائیلو د جنګ د راپورونو د ورکولو په پراخ بهیر ټینګار لري.

د بشري حقوقو د څارنې موسسه هیومن رایټس واچ هم د تیرې میاشتې د جاجونې په راپور کښې دغه نتیجې ته رسیدلي وه چې اسرائیلو په فلسطین کښې نسل کشۍ کړي ده.

دغه جاجونه وروسته له دې مطرح شوه چې جنوبي افریقا هیواد د اسرائیلو رژیم د هیګ د جنایي جرمونو په محکمې کښې په نسل کشۍ تورن کړ.

څلورو نورو هیوادونو هم ویلي دي چې د جنوبي افریقا د دوسیې د ملاتړ کولو نیت لري.