د بهرنیو ځواکونو شتون د سیمې سیاسي او امنیتي معادلې پیچلې کوي
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي وویل: د بهرنیو ځواکونو شتون په سیمه کې د سیاسي او امنیتي مسایلو د پیچلتیا سبب ګرځي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي اکبر احمدیان پرون د ارمنستان له لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره په کتنه کې اعلان وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د صنعت، کرنې، نانو ټکنالوژۍ او بایو ټکنالوژۍ په برخو کې د علمي او تخنیکي تجربو انتقالول ته چمتو دی.
په دې لیدنه کې د ارمنستان لومړي وزیر د شمال-جنوب کرېډور په برخه کې د لازياتې ونډې او همکارۍ په بیانولو او له دغه ظرفيت څخه د استفادې لپاره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي هدفونو په ټاکلو سره، په سوداګريزو اړيکو کې د درېيو مليارډو ډالرو کچې ته پر رسېدو ټینګار وکړ.
په دغه لیدنه کې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي او د ارمنستان لومړي وزیر همدارنګه، د هر اړخیزو سیاسي، اقتصادي او دفاعي اړیکو د پراختیا پر ضرورت ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملګرتیاوو پر پراختیا یې خوښي څرګنده کړه.