صهیونیسټ رژیم په تیر میلادي کال کښې د بودجې خساره لرله
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156316-صهیونیسټ_رژیم_په_تیر_میلادي_کال_کښې_د_بودجې_خساره_لرله
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د مالیې وزارت په تیر میلادي کال کې د دغه رژیم د اوه دیرش میلیارډه او پینځه سوه میلیونه بودجې د کمښت خبر ورکړ.
(last modified 2025-01-14T00:18:37+00:00 )
Jan 14, 2025 04:43 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم په تیر میلادي کال کښې د بودجې خساره لرله

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د مالیې وزارت په تیر میلادي کال کې د دغه رژیم د اوه دیرش میلیارډه او پینځه سوه میلیونه بودجې د کمښت خبر ورکړ.

د صهیونیسټ رژيم د مالیې وزارت وویل په تیر میلاي کال کښې د اسرائیلو د بودجې خساره شپږ اعشاریه نهه فیصده داخلي ناخالص تولید یعني اوه دیرش میلیارډه او پینځه سوه میلیونه ډالرو ته رسیدلي ده.

د اسرائیلو مالیې وزارت ټینګار وکړ په څو جبهو کښې له یوه کال جنګ او د ډیرو سیمو خلکو له وتلو وروسته په دوه زره شلم میلادي کال کښې د کرونا ویروس د خپریدا له وخت راهسې په تیر یوه کال کښې د دغه رژيم د بودجې خساره خپل تر ټولو لوړ حد ته رسیدلي ده.

له دې مخکې د صهیونیسټ رژيم مرکزي بانک د دوه زره درویشتم میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې راهسې د غزې تړانګې پرضد جنګ کښې د اسرائیلو رژیم لګښتونه کابو اوه شپیته  اعشاریه اوه پنځوس میلیارډه ډالره اعلان کړ.

له اسرائیلو نیواکګر رژیم سره ټولې مرستې امریکا، بریتانیا ، فرانسه ، جرمني، کاناډا ، سعودي عربستان، ، متحده عربي امارات او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه کوي.