ډونالډ ټرامپ مونږ له فلسطینیانو سره اوربند ته مجبوره نکړو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د بهرنیو چارو وزیر «ګدعون ساعر» نن سهار وویل د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ موافقې ته هوډمن و خو مونږ یې له فلسطینیانو سره موافقې ته مجبوره نکړو.
د اسرائیلو خارجه وزیر ګدعون ساعر د امریکا له سي این این ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل نوي ولسمشر ټرامپ د اسرائیلو د یرغمل شویو کسانو د بیرته ستنولو هدف ته په رسیدا کښې مرسته وکړه.
هغه وویل د اوربند د موافقې دوهمې مرحلې ته ورننوتل به اتومات نه وي.
ساعر وویل د غزې په موافقې کښې له یوې مرحلې څخه بلې مرحلې ته ننوتل به د خبرو اترو په وسیله وي.
د اسرائیلو خارجه وزیر ساعر وویل چې مونږ به د فلسطین د غزې تړانګې د راتلونکي د پلان په هکله د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره خبرې وکړو او زیاته یې کړه حماس به نور په غزې تړانګې باندې حکومت ونکړي او امریکا هم د دغه موضوع ملاتړ کوي.
پرون د فلسطین د سهار په اته نیمې چې د ایران لس بجې کیږي په غزې تړانګه کښې اوربند اجرايي شو خو صهیونیسټ رژيم د اسرائیلي بندیانو د فهرست د نه ترلاسه کیدا په پلمه بیا هم د اوربند خلاف ورزۍ وکړه او یوشمیر نور فلسطینیان یې شهیدان او ژوبل کړل.