د سوریې ترهګرو لس بې ګناه خلک شهیدان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156928-د_سوریې_ترهګرو_لس_بې_ګناه_خلک_شهیدان_کړل
ایرنا خبري اژانس نن سهار وختي راپور ورکړ وسله والو ټروریسټانو د پخواني ولسمشر بشار اسد په پلارني ټاټوبي کښې چې علویان پکښې وسیږي پرون لس بې ګناه خلک په ډزو سره شهیدان کړل.
(last modified 2025-02-01T23:12:07+00:00 )
Feb 02, 2025 02:00 Asia/Kabul
  • د سوریې ترهګرو لس بې ګناه خلک شهیدان کړل

ایرنا خبري اژانس نن سهار وختي راپور ورکړ وسله والو ټروریسټانو د پخواني ولسمشر بشار اسد په پلارني ټاټوبي کښې چې علویان پکښې وسیږي پرون لس بې ګناه خلک په ډزو سره شهیدان کړل.

په سوریې کښې د بشري حقوقو د څارنې په نوم مرکز وویل چې د یوې ترهګرې ډلې غړي چې نوم یې نه دی ښودل شوی د حماه ولایت په السلمیه سیمه کښې تل ذهب کلي ته وروغلل او هلته یې له کورونو خلک بهر راویستل او بیا یې په ډیر  ظلم سره  یې شهیدان کړل.

په دغو ډزو کښې تراوسه لس کسان شهیدان کړې شوي دي.

دغه مرکز وویل وسله والو ټروریسټانو د سوریې په دغه کلي کښې د خلکو د کورونو دروازې ورټکولې او بیا یې د سیلنسر لرونکو ټوپکو سره په خلکو ډزې کولې.

د سوریې د بشري حقوقو د څارنې په نوم  مرکز وویل چې په وژل شویو کسانو کښې یو ماشوم او یوه ښځه هم شامله ده.

د کلي یوه وسیدونکي وویل  په دوو ګاډو کښې اوه وسله وال کسان دغه کلي ته راغلل او د وسلو د لټولو په پلمه یې په کورونو کښې  موجود خلک له کورونو وویستل او بیا یې په ځمکه باندې څملول او وروسته یې ووژل.

د سوریې د تحریرالشام ترهګرې ډلې چې اوس په سوریې کښې په واک کښې ده مشرانو مخکې تضمین ورکړی و چې د علوي فرقې خلک چې شیعه مسلمانان دي نه وژني خو اوس یې په دغه کار سره ثابته کړي ده چې دغه ډله خپلو ژمنو ته پاې بنده نه ده او د بې ګناه خلکو وژل په اجنډا کښې لري.

امریکا، صهیونیسټ رژیم  ، بریتانیا، ترکیې ، قطر او ځینو نورو عربو هیوادونو تحریر الشام ترهګره ډله په سوریې کښې واک ته رسولي ده او دغه ډله د دغو هیوادونو پروګرامونه مخ ته بیايي