ایران د فلسطین مسلې ته تر ټولو وفادار اسلامي هیواد دی
د ایران اسلامي انقلاب، چې د امام خمیني (رح) په مشرۍ ترسره شو، د ۱۹۷۹ کال د فبروري په ۱۱مه بریالی شو، چې د ایران او سیمې په تاریخ کې یو مهم بدلون وګرځېد.
د یمن د انصارالله غورځنګ ویاند په فلسطین او لبنان کې د مقاومت له غورځنګونو د ایران د اسلامي انقلاب دوامداره ملاتړ ته په اشارې سره ټینګار وکړ: "له انقلاب راهیسې، ایران د فلسطین مسلې ته تر ټولو وفادار اسلامي هیواد دی."
د ایران اسلامي انقلاب، چې د امام خمیني (رح) په مشرۍ ترسره شو، د ۱۹۷۹ کال د فبروري په ۱۱مه بریالی شو، چې د ایران او سیمې په تاریخ کې یو مهم بدلون وګرځېد.
زمونږ د خبریال د راپور له مخېد یمن د انصارالله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر ، حکومت او خلکو ته د اسلامي انقلاب د بریا د ۴۶مې کلیزې د مبارکۍ په ترڅ کې وویل، "د ایران اسلامي انقلاب د نړیوال استکبار د ځواکونو په وړاندې د اسلامي او انساني ارزښتونو بریا ده."
عبدالسلام وویل: "د ایران اسلامي انقلاب له پیله په فلسطین او لبنان کې د مقاومت غورځنګونو ملاتړ وکړ او وروسته د فلسطین مسلې ته د تر ټولو وفادار اسلامي هیواد په توګه راڅرګند شو."