د ایران اسلامي جمهوریت هیڅکله تر دباو لاندې خبرې کول نه مني
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت تر دباو لاندې خبرې کول نه مني وویل:
ایران د خپل اصولي کړچار په دوام کښې تل د اټومي موضوع په شمول د بیلابیلو مسائیلو لپاره د ډیپلوماټیکو لارو چارو د موندلو ملاتړ کړی دی.
د ایران خارجه وزارت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ملي امنیت یادښت ته په یوه غبرګون کښې وویل ټرامپ د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په څلورمه نییټه د ملي امنیت د یوه ریاستي یادښت په لاسلیک کولو سره د ایران د ملت پرضد د زیات دباو د راوستلو د ماتي خوړلي سیاست د احیا کولو حکم ورکړ.
د ایران د باندنیو چارو وزارت زیاتوي: د امریکا حکومت د زیات دباو د سیاست د احیا کولو ادعا کوي خو د ایران پرضد د امریکا زیات دباو هیڅکله بند نه و شوی چې نن یې وغواړي هغه بیا احیا شي؛ د امریکا پخواني حکومت حتی په تیر وخت کښې د ایران پرضد په لګولو شویو بندیزونو کښې حتی یو بندیز هم نه و لیری کړی او په خپله یې اعتراف کړی چې له تیرو بندیزونو سره یې په سلګونو نور بندیزونه په ایران لګولي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت ښودلي ده چې د امریکا زیات دباو ته یې په زیات مقاومت کولو سره ځواب ورکړی او ورکوي یې او پیاوړی اعتقاد لري چې هیڅ ملت باید تر غیر قانوني بایکاټونو او تر غیر منصفانه دباونو لاندې ورنشي.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د امریکا د حکومتونو د کړچار په مخینو او تاریخي تجربې باندې تکیې کولو سره په نن ورځې شرایطو کښې له امریکا سره خبرې کول د عقلانیت، د هوشمندۍ او د شرافت پرخلاف وبلل.