د ترکیې ولسمشر په دوه ورځني سفر پاکستان ته رسیدلی دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوه ورځني رسمي سفرپه مخه د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته رسیدلی او د دغه هېواد د لوړ پوړو چارواکو لخوا یې تود هرکلی شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اردوغان الوتکه په نورخان هوايي اډه کې راښکته شوه، چیرې چې ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزیر شهباز شریف او نور لوړ پوړي حکومتي چارواکي د هغه هرکلي ته ورغلي وو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پاکستان د هوايي ځواک جنګي جټ الوتکو د اردوغان لېږدوونکې الوتکه د دغه هېواد هوايي حریم ته د ننوتو پرمهال بدرګه کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر به د خپل سفر په لړ کې د پاکستان او ترکیې د سټراټیژیکو ملګرتیاو د لوړې شورا په اوومه غونډه کې چې د دواړو هېوادونو په ګډه مشري جوړېږي، ګډون وکړي.
د راپورونو له مخې، دواړه خواوې به تړونونه هم لاسلیک کړي.
تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي وو چې اردوغان په ترکیه کې ډېر مثبت بدلونونه راوستي دي.