د وسلو لرل د فلسطین د مقاومت ډلو جایز حق دی
(last modified Tue, 25 Feb 2025 00:19:44 GMT )
Feb 25, 2025 04:49 Asia/Kabul
  • د وسلو لرل د فلسطین د مقاومت ډلو جایز حق دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ ویاند «حازم قاسم» د دغه ډلې د غړي موسی ابو مرزوق د څرګندونو په هکله وویل حماس غورځنګ هماغه راز د جایز حق په توګه د مقاومت وسلو ته پاې بنده دی او له هغه به شاتګ ونکړي.

هغه وویل تر هغه وخته چې د فلسطین د ټاټوبو نیواک دوام ولري د مقاومت ډلو لپاره د وسلو موضوع به هیڅکله د خبرو وړ نه وي او موسی ابومرزوق ته اړونده خبرې د حماس رسمي دریځ نه دی.

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د فلسطین د حماس غورځنګ د یوه غړي موسی ابومرزوق په قول ادعا کړي ده چې حماس غورځنګ د خپلو وسلو په هکله خبرو اترو کولو ته تیار دی.

د فلسطین د حماس غورځنګ ویاند حازم قاسم وویل  د سیمې د ملتونو پرضد ټولو جنګونو کښې د صهیونیسټ نیواکګرانو ورانونکی او تیریګر کړچار په غزې تړانګه کښې د پراخو ورانیو دلیل دی او همدا اوس نیواکګران په لویدیځې غاړې کښې د تخریب او د ورانیو د سیاست د بشپړولو په حال کښې دي.

د حماس یوه بل لوړربته مسوول اسماعیل رضوان هم وویل د مقاومت ډلو وسلې داسې سره کرښه ده چې په هکله یې خبرې نشي کیدلای.