د ایران اسلامي جمهوریت به تل د فلسطین ملاتړ ته دوام ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157992
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل د دوو حکومتونو حل لاره د فلسطینیانو حقوق نه تامینوي او له فلسطین څخه د ایران ملاتړ د تل لپاره دی.
(last modified 2025-03-08T02:39:42+00:00 )
Mar 08, 2025 05:12 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي جمهوریت به تل د فلسطین ملاتړ ته دوام ورکړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل د دوو حکومتونو حل لاره د فلسطینیانو حقوق نه تامینوي او له فلسطین څخه د ایران ملاتړ د تل لپاره دی.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي پرون د عربستان په جده کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې د بهرنیو چارو د وزیرانو په ځانګړي غونډه  کښې چې د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم په تیریو او جنایتونو باندې د غور کولو لپاره  جوړه شوي وه وینا وکړه او ویې ویل چې د دوو حکومتونو حل لاره به د فلسطین د خلکو حقوق تامین نکړي ډاګینه کړه له فلسطین څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت او د خلکو  بې دریغه ملاتړ د شک وړ نه دی وویل او زمونږ همشینۍ ژمنه به تر هیڅ شرایطو لاندې کمه نشي.

د فلسطین په خلکو باندې د صهیونیسټ رژیم د تیریو او له خپل ټاټوبي څخه د فلسطینیانو په زوره د ایستلو لپاره په وړاندې شویو پلانونو باندې د غور لپاره د اسلامي ملګرتیا د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو بیړنۍ غونډه د ایران د اسلامي جمهوریت په وړاندیز د عربستان په جده کښې د دغه موسسې په سیکریټریټ کښې وشوه.

د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په دغه غونډې کښې په فلسطین په تیره بیا غزې تړانګه کښې حالت ډیر اندیښمونکی وباله او ډاګینه یې کړه، د غزې تړانګې بدلونونه په واضح ډول د صهیونیسټ رژيم په جنایتونو کښې د امریکا د مرستې ښودنه کوي.

عراقچي وویل د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژيم اقدامات د امریکا په  بشپړه ملاتړونو سره ترسره کیږي.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي هر هغه اقدام چې د نیواکي فلسطین د نفوسو او د کلتوري جوړښت د بدلولو په هدف سره ترسره کیږي د نه منلو وړ او د نړیوالو حقوقو او د عدالت له اصولو سره په تضاد کښې وباله.

هغه د تیریو او د نیواک په مقابل کښې د ځان د دفاع او مقاومت کولو لپاره د فلسطینیانو په ذاتي او د نه داغي کیدا وړ حق ټینګار وکړ او ویې ویل د ایران اسلامي جمهوریت په کلکه د غزې تړانګې د  خلکو په زوره د ایستلو لپاره د امریکا د حکومت وروستی پلان او د فلسطین په ټاټوبي باندې د امریکا د حکومت کنټرول د جینیوا د څلورم کنونشن په شمول د نړیوالو حقوقو د ښکاره خلاف ورزۍ په توګه ردوي او هغه غندي.