د سوریې اوسني حکومت د لاذقیه سیمې له ۱۰۰۰زیات ښاریز وژلي دي
(last modified Sun, 09 Mar 2025 09:27:23 GMT )
Mar 09, 2025 13:57 Asia/Kabul
  • د سوریې اوسني حکومت د لاذقیه سیمې له ۱۰۰۰زیات ښاریز وژلي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د سوریې د موقته حکومت د تحریر الشام ډلې ځواکونو په دغه هیواد کښې په دوو ورځو کښې له زرو څخه زیات کسان په ډزو وژلي او ځینې یې اعدام کړي هم دي.

رسنیو ویلي دي چې د سوریې په لاذقیه سیمه کښې له واک څخه د لیرې کړې شوي ولسمشر بشار اسد د ملاتړو او د تحریر الشام ډلې د موقته حکومت د عسکرو ترمینځ جنګونه زیات شوي دي.

د سوریې د تحریر الشام ډلې ځواکونو د لاذقیه سیمې ډیر خلک چې ښځې، ماشومان او ځوانان پکښې شامل دي له کورونو رایستلي دي او بیا یې په ډزو وژلې او ځینې  یې په ډير ظلم سره اعدام کړي هم دي.

د سوریې د موقته حکومت ځواکونو د خلکو له کورونو څخه سامانونه او پیسې او ګرانبیه شیان هم غلا کړي دي.

د سوریې موقته حکومت اوس د دغه هیواد د علوي شیعه میشته سیمو د خلکو وژلو ته مخه کړي ده.

د سوریې موقته حکومت د ترکیې او د ځینو نورو عربو هیوادونو او امریکا په مرستې سره واک ته رسیدلی دی.

راپورونه وايي چې په سوریې کښې د وژل شویو کسانو شمیر له زرو څخه زیات دي چې اوه سوه پینځه څلویښت پکښې عادي ملکي وګړي دي او یوسل پینځویشت د سوریې د موقته حکومتي ځواکونه دي او یوسل اته  څلویښت کسان د پخواني ولسمشر بشار اسد وفاداره کسان دي.

Image Caption