د ایران د ولسمشر مرستیال:
ایران په ایټمې مساله کې د چا حکم لاندې نه دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړی مرستیال محمد رضا عارف په یوه غونډه کې د ایران په خلاف د غربیانو زهرجنو تبلیغاتو ته په اشارې سره، ټینګار وکړ چي باید له دغه زهرجنو افواهاتو او تبلیغاتو سره مقابله وشي، د اکو هیوادونو، سیمه، او اسلامي نړۍ زمونږ لپاره لومړیتوب لري.
هغه زیاته کړه: مونږ باید د ایران اسلامي جمهوریت هیوادونو ته ور معرفي کړو، ځکه چي له بده مرغه ځینې عربي هیوادونه د ایران په خلاف له زهرجنو تبلیغاتو څخه اغېزمن شوي دي.
د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال یادونه وکړه چي کله مونږ له نورو اسلامي هیوادونو سره، خبرې ته کښېنو، هغوی په حیرانتیا سره مونږ ته وایي چي په حقیقت سره د ایټمې وسلو په لټه کې نه یاست؟
محمد رضا عارف زیاته کړه: زمونږ دا باور دی چي که یو انسان په ناحقه ووژل شي، ګواکې د نړۍ ټول انسانان وژل شوي ، ایا دا شان باور او فرنګ د ایټمي وسلو په لټه کېدایشي؟ مونږ البته علم او پوهې ته ځان رسوو، هغه چي هرڅومره لیري او سخت وي.
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال وویل: مونږ په دې باور یو چي باید پرمختللې ټکنالوژی له ټولو سره شریک شي، ایټمي ټکنالوژی د انسانانو او د ټولنو د ستونزو له هوارولو سره زیاته مرسته کولایشي.
هغه جوته کړه: مونږ د خپل هیواد د ایټمي فعالیتونو په مساله کې د چا تر امر لاندې نه یو او نه هم چا سره سلامشوره کوو، خپلې موندنې نورو سره هم شریکوو، زمونږ اسناد د اسلامي انقلاب رهبر له لورې چي دیني مرجعیت لري، تائید شوی دی او هغوی د ایټمي وسلو د حراموالې فتوا صادره کړې ده.