د چین او روسیې جنګي کښتۍ د ایران سمندري حدودوته ورسېدلې
د چین او د روسیې د سمندري ځواکونو بېړۍ د سمندري امنیت د کمربند ۲۰۲۵ مانورې د تر سره کولو لپاره د هندوستان د بحیرې له شمال څخه د ایران سمندري حدودو ته ننوتلې.
په دغه ګډه مانوره کې به د ایران د جنګي کښتیو تر څنګ د روسیې د سمندري ځواکونو یوه لجیسټیکي او دوې جنګي کښتۍ او د چین د سمندري ځواکونو یوه جنګي او یوه لجسټیکي کښتۍ ګډون وکړي
ټاکل شوې ده چي دغه مانوره له نن ورځې څخه د هندوستان د بحیرې په شمالي اړخ کې د ایران، روسیې او چین تر مینځ په ګډه تر سره شي خو په مانوره کې د ایران حضور د چین او روسیې نه په زیاته لوړه کچه کې ده.
د ایران د اسلامی جمهوریت د فوځ د سمندري ځواکونو پورې اړوند، جماران، الوند، بایندر، نیزه، ګناوه، نایبند، بهرګان جنګي کښتۍ او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو پورې اړوند، شهید صیاد شیرازی، شهید روحی او شهید محمودي کښتۍ حضور ولري.
په دغه مانوره کې به د اذرابیجان جمهوریت، جنوبي افریقا، عمان، قزاقستان، پاکستان، قطر، عراق، امارات او سریلانکا سمندري ځواکونه به هم د څارونکې په توګه حضور ولري.
دا په داسي حال کې دی چي د ایران د اسلامي جمهوریت، روسیې او چین ګډه سمندرې مانوره د امریکا د ولسمشر ټرامپ غبرګون سره مخ شوی دی، هغه له رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې ده چي له دغې مانورې او د ایران، روسیې او چین تر مینځ له فوځي ملګرتیا څخه هیڅه اندېښنه نه لري ځکه چي د هغه په ادعا سره، امریکا په یوازې هم له دوی نه زیات فوځي توان لري.