ایران د خپلو حقوقو په احقاق کښې محکم او رښتیونی دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158368-ایران_د_خپلو_حقوقو_په_احقاق_کښې_محکم_او_رښتیونی_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ ادارې ویاند بهروز کمالوندي د ایران په حقانیت او د نړیوالو دباونو په بې اغیزوالي باندې ټینګار سره د منفي فضاجوړونو په وړاندې د تهران د حقوقو د دفاع پرضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2025-03-23T23:12:00+00:00 )
Mar 24, 2025 02:32 Asia/Kabul
  • ایران د خپلو  حقوقو په احقاق کښې محکم او رښتیونی دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ ادارې ویاند بهروز کمالوندي د ایران په حقانیت او د نړیوالو دباونو په بې اغیزوالي باندې ټینګار سره د منفي فضاجوړونو په وړاندې د تهران د حقوقو د دفاع پرضرورت ټینګار وکړ.

هغه پرون د ایران پرضد منفي فضا جوړونې ناعادلانه وبللې او ویې ویل:ایران د خپلو حقوقو په احقاق کښې پیاوړی او  هوډمن دی او د لویدیځو هیوادونو دباونه بې اغیزې دي.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې ویاند بهروز کمالوندي په دې خبرې سره چې د دنیا تاریخ د ایران د ساینس پوهانو د پرمختګونو منندوی دی په نړۍ کښې د  عدالت او د سولې د پراخولو غوښتنه وکړه.

هغه  د ایران د اسلامي جمهیوریت د اټومي صنعت پرضد د تورونو د لګولو په زمینه کښې د دښمن د هڅو شنډول ضروري وبلل او ویې ویل د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس پرله پسې پینځلسو راپورونو وښودله چې ایران خپلو ژمنو ته پاې بنده و او دی.