د امریکا د ولسمشر پلان د تیریو د دوام نسخه ده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i165240-د_امریکا_د_ولسمشر_پلان_د_تیریو_د_دوام_نسخه_ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر «زیاد النخاله» په یو لړ څرګندونو کښې ټینګار وکړ د غزې تړانګې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ پلان د صهیونیسټ رژیم پلان او د فلسطین په ملت باندې د تیري د دوام لپاره یوه نسخه ده.
(last modified 2025-09-29T23:39:54+00:00 )
Sep 30, 2025 04:06 Asia/Kabul
  • د امریکا د ولسمشر پلان د تیریو د دوام نسخه ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر «زیاد النخاله» په یو لړ څرګندونو کښې ټینګار وکړ د غزې تړانګې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ پلان د صهیونیسټ رژیم پلان او د فلسطین په ملت باندې د تیري د دوام لپاره یوه نسخه ده.

هغه وویل هغه څه چې د امریکا د ولسمشر ټرامپ او د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر نتانیاهو په خبري ناسته کښې اعلان شول یوه امریکايي او اسرائیلي موافقه ده  او د اسرائیلو د رژیم غوښتنه ده.

د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر زیاد النخاله زیاته کړه دا نسخه د فلسطین په ملت باندې د تیري د دوام لپاره ده او اسرائیل هڅه کوي  هغه شی چې د جنګ له لارې یې لاس ته رانه وړه د امریکا له لارې لاس ته راوړي.

النخاله وویل مونږ د امریکا او اسرائیلو دغه پلان د سیمې له تباهۍ سره د مخامخ کولو لپاره یوه نسخه ګڼو.

د صهیونیسټ رژيم رسنیو مخکې راپور ورکړی و چې د امریکا ولسمشر ټرامپ په غزې کښې د جنګ د ختمولو لپاره د صهیونیسټ رژيم په لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو باندې د پام وړ دباو راولي.

دغه راز د فلسطین د حماس غورځنګ لورړتبه غړي «محمود مرداوي» پرون ټینګار وکړ مونږ له نورو فلسطیني ډلو سره یوځاې د امریکا په پلان غور کوو او زیاته کړه د امریکا د ولسمشر ټرامپ پلان مونږ او یا بلې هیڅ فلسطیني ډلې ته نه دی رسیدلی.