پرون نږدې ۳۰۰۰ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ورستنې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i166758-پرون_نږدې_۳۰۰۰_کډوالې_کورنۍ_افغانستان_ته_ورستنې_شوې
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې پرون دوه زره او ۹۶۳ افغانې کورنۍ هېواد ته ورستنې شوې دي.
(last modified 2025-11-04T10:40:08+00:00 )
Nov 04, 2025 15:06 Asia/Kabul
  • پرون نږدې ۳۰۰۰ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ورستنې شوې

زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې پرون دوه زره او ۹۶۳ افغانې کورنۍ هېواد ته ورستنې شوې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن راپور ورکړ چې ۳۳ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله له لارې، ۷۱ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې، ۱۰۰۴ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۱۷۰۰ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، او ۱۵۵ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې هېواد ته ورستنې شوې دي.

له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو وتل  دوام لري او په دې وروستیو کې زیات شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اوګړو او کډوالو چارو د مرکز مشر «نادر یار احمدي» په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د ایران د پلان له مخې به د شپږو میلیونو افغان کډوالو له ډلې یوازې ۵۰ سلنه کسانو ته  په دغه هېواد کې د اوسیدو اجازه ورکړل شي.

بلخوا، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم ویلي وو چې په میلیونونو افغان کډوال باید خپل هېواد ته ستانه شي او پاکستان نور د میلمه پالنې لوړه بیه نشي زغملای.