-
ایران تیریګر رژیم ته د ځواب د ورکولو حق لري
Aug 13, 2024 00:31ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له جنګ څخه په ډډه کولو او د نړیوالې سولې او د امنیت په پیاوړي کولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په اصولي دریځونو باندې ټینګار سره وویل د ټولو نړیوالو مقرراتو او اوصولو پراساس د هر هیواد لپاره چې تیری ورباندې شوی دی تیریګر ته د ځواب د ورکولو او د دفاع حق خوندي دی.
-
دریو اروپايي هیوادونو د خبرو اترو د له سره پیلیدا غوښتنه وکړه
Aug 12, 2024 10:29زمونږ خبریال راپور راکړی بریتانیا ، فرانسې او جرمني چې د فلسطین د بې ګناه خلکو پرضد د اسرائیلو رژیم ستر ملاتړي دي وویل چې دوې په غزې تړانګه کښې د اوربند په هکله د موافقې او د یرغمل شویو کسانو د خوشي کیدا په لور د قطر، د مصر او د امریکا لخوا د ترسره کیدونکو هڅو هرکلی کوي.
-
دریو اروپايي هیوادونو له ایران وغوښتل په اسرائیلو برید مه کوي
Aug 12, 2024 09:14ایرنا خبري اژانس راپور راکړی انګلستان ، جرمني او فرانسې نن په یوې ګډې بیانیې کښې له ایران څخه وغوښتل چې په صهیونیسټ رژیم باندې له حملې کولو چې د دغو دریو هیوادونو په ګومان د تاوتریخوالو د زیاتیدا او د اوربند د امکان د له مینځه تلو سبب کیږي ډډه وکړي.
-
د لویدیځ دوه ګوڼه معیارونه د صهیونیسټ رژيم د سپین سترګي توب د زیاتیدا عامل:-
Aug 12, 2024 08:44د اسلامي ایران ولسمشر «مسعود پزشکیان» وویل د لویدیځو هیوادونو دوه ګوڼه معیارونه په سیمه او نیواکي ټاټوبي کښې د صهیونیسټ رژيم د سپین سترګي توب د زیاتیدا سبب شوي دي.
-
اسرائیل د مقاومت د چورلیز له حملې څخه په ویره کښې دی
Aug 12, 2024 08:05ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د شهید اسماعیل هنیه له ټرور وروسته صهیونیسټ رژیم د مقاومت د چورلیز د سختې غچ اخیستونکي حملې له پایلو د ویریدا په وجه د خپل هوايي ځواک تیارسی تمدید کړ.
-
حماس غورځنګ د اسرائیلي عسکر د وژلو مسوولیت پرغاړه واخیست
Aug 12, 2024 07:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام غونډ په یوې بیانیې کښې د لویدیځې غاړې په شمال کښې د اردن په غور سیمه کښې د ډزو چې یو صهیونیسټ عسکر پکښې ووژل شو مسوولیت پرغاړه واخیست.
-
حماس غورځنګ د اوربند د موافقې د اجرا کیدا غوښتنه وکړه
Aug 12, 2024 07:26زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ د غزې په مینځګړو باندې غږ وکړ چې د نورو خبرو اترو د ترسره کولو پرځاې د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا د اوربند پلان اجرا کړي.
-
اوکراین د اروپا په تر ټولو سترې اټومي بټۍ برید کړی
Aug 12, 2024 07:00زمونږ خبریال راپور راکړی په زاپروژیا اټومي بټۍ باندې د اوکراین د پوځیانو له حملې وروسته د دغه بټۍ په سړونکي برج کښې اورلګیدلی.
-
امریکا دوه ګونی معیارونه د صهیونیسټ رژیم د سپین سترګیتوب سبب شوی دی
Aug 12, 2024 02:36د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل د امریکا او ځینو لویدیځو هیوادونو د دوه ګوني معیارونو عملي کیدو د غزې په تړانګې او د سیمې په هیوادونو کښې د ترهه ګرۍ او جنایتونو په ترسره کولو کښې د صهیونیسټ رژیم نور هم ګستاخ کړی دی .
-
د پاریس د ۲۰۲۴ کال په اولمپیک کی ایران ۱۲ میډالونه وګټل
Aug 12, 2024 02:33د (ایسنا) د خبر له مخې، د ایران کاروان د ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیک کی د ۳ سرو زرو، ۶ د سپینو زرو او ۳ د برونزو په مډالونو سره ټولټال ۱۲ مډالونه وګټل.