Aug 27, 2024 04:29
د برونائي سلطان حاجی حسن ابولکیاه او د ملایشیا لومړي وزیر انور ابراهیم په دغې ناستې کې د لویدیځي آسیا سیمې په بوږنونکي وضعیّت او د نیواکګر قدرت په وسیله په غزې تړانګې کې په نسل وژنې او دوامدارو تیریو باندې چې د پراخو مرګ ژوبلو او د انساني غمیزې سبب شوي ، سخته اندیښنه ښودلې او دا اقدامات ئې په سخته محکوم کړي دي. دوي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د دوامدارو تیریو او د سیمو د کنډوالو د مخنیوی لپاره دې له یوه بل سره ملګرتیا وکړي او سیمې ته د دې جنګ جګړو د لاپراختیا مخه ونیسي.