-
ایا اروپا د روسیې د خطر په لوی ښودلو سره د خپل پوځي قدرت د زیاتولو لپاره د پلمې لټول غواړي؟
Jun 05, 2025 12:01په اسپانیا کښې دیره د سولې د نړیوالو مطالعاتو مرکز په اروپا باندې د احتمالي حملې لپاره د روسیې ګواښ د اوکراین د جنګ له پیلیدا راهسې د اروپايي هیوادونو د وسلو د پیاوړي کولو د بهیر د پراخولو لپاره د دغه اتحادیې پوچه پلمه وبلله.
-
د یمن مقاومت کونکو او زړورو خلکو امریکا په ګونډو کړي ده
Jun 05, 2025 09:55ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عمان مفتي «شیخ احمد الخلیلي» په یو لړ څرګندونو کښې د بهرنیو تیریو په مقابل کښې د یمن د ملت د مقاومت په ستاینې سره د نړۍ د قدرتونو په مقابل کښې د یمن د مقاومت د بریالیتوب خبره وکړه او ټینګار یې وکړ حتی امریکا هم شاتګ کولو او مینځګړي توب غوښتنې ته مجبوره شوه.
-
د اسلامي حکومتونو تر ټولو مهمه دنده په غزې کښې د بشري غمیزې د دوام مخه نیول دي
Jun 05, 2025 09:39زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د روان کال د حج د موسم په مناسبت په یوه پیغام کښې له معرفت سره یوځاې حج او د هغه درسونه د اسلامي دنیا د نن ورځې د کړاونو درملنه وبلله
-
د غزې په جنګ کښې څلویښت زره ماشومان یتیمان شوي
Jun 05, 2025 08:43ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په فلسطین کښې د ملګروملتونو د ماشومانو د صندوق یونیسف ویاند «کاظم ابو خلف» په غزې تړانګه کښې د ماشومانو د کړکیچن حالت په هکله خبرداری ورکړ
-
چین ، فرانسې او پاکستان د غزې د اوربند د پریکړه لیک مخه نیول وغندل
Jun 05, 2025 07:57زمونږ خبریال راپور راکړی چین ، فرانسې او پاکستان د امریکا لخوا د فلسطین په غزې تړانګه کښې د اوربند د پریکړه لیک مخه نیول وغندل.
-
د غبرګولي د میاشتې پینځلسمې نیټې پاڅون تاریخ ولړزوه
Jun 05, 2025 07:30ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د دیارلس سوه دوه څلویښتم هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې د پینځلمسې نیټې پاڅون د ایران په اوسمهاله تاریخ کښې د بدلون مهم پیچومی دی کوم چې د پهلوي رژیم پرضد د ټولنیزو ، د سیاسي او د مذهبي اعتراضونو د پراخې څپې پیلونکی ګڼل کیده.
-
مسعود پزشکیان او د قطر امیر د غزې د مظلومو خلکو پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د بندولو لپاره پر هڅو ټینګار وکړ
Jun 05, 2025 04:39پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د قطر له امیر سره په ټلفوني خبرو کې، د دې هېواد حکومت او خلکو ته د لوی اختر مبارکۍ په ویلو سره، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او همدارنګه په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د بندولو لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د غني کولو په ردولو سره به، هېڅ موافقه نه وي
Jun 05, 2025 04:18پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، پر دې اصل باندې په بیاځلي ټینګار سره چې د ایران د غني کولو په ردولو سره به، هېڅ موافقه نه وي، مګر د اټومي وسلو د ردولو په هدف سره یوه موافقه ممکنه ده، وویل: په هېڅ شرایطو کې به موږ هغه وطنپالان مایوسه نه کړو چې زموږ وړتیاوې یې چمتو کړې دي.
-
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان مشر: په قوت سره خپل اټومي پروګرام پرمخ بیایو
Jun 05, 2025 04:15پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ سازمان مشر په یوه بیانیه کې له ټولو سیاسي فشارونو سره سره، د اټومي صنعت د پرمختګ پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل: په ټینګ ایمان، انقلابي روحیې او د زړه له تله باور سره، د اټومي صنعت د پرمختګ لاره به په قوت او ځواک سره پرمخ بوځو.
-
د ټرمپ لخوا د ایران په وړاندې د زیات غوښتنې تکرار: واشنګټن د هوکړې په لټه کې دی که د خپلو غوښتنو د تحمیل؟
Jun 04, 2025 12:09پارس تودی - د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ایران د سولهییزې اټومي پروګرام په اړه د تهران او واښنګټن تر مینځ د هر ډول احتمالې هوکړې لپاره د واشنګټن زیات غوښتنې بیا تکرار کړې.