د ترکیې صفا کار د سړي څلور روغ غاښونه وویستل
زموږ خبریال راپور راکړی په ترکیې هېواد کې یوه صفا کار (Cleaner) خپل ځان د ډاکتر په ښودلو سره د یوه کس څلور روغ غاښونه هسې چټي په چټي وویستل.
ویل کېږي چې په ترکیې کې یو سړی څه د پاسه یوه میاشت هغه وخت له تکلیف او ستونزو سره مخامخ شو، کله چې هغه د استانبول یوه کلینک ته ورغی او هلته یوه صفا کار ځان د غاښونو د ډاکټر په ښودلو سره د نوموړي کس څلور روغ غاښونه له کوم دلیل پرته وویستل.
راپورونه وايي چې د ترکیې دوه څلویښت کلن ښاغلي حاقان یلدرم د غاښونو د تکلیف په وجه یوه کلینک ته ټلفون وکړ او له ډاکټر څخه یې د وخت غوښتنه وکړه.
د غاښونو په کلینک کې یوه صفا کار « سیمال سینسلان» خپل ځان د غاښونو ډاکټر معرفي کړ او د غاښونو ناروغ «حاقان یلدرم» ته یې وویل چې مازیګر کلینک ته راشه.
کله چې د غاښونو ناروغه کس حاقان یلدرم د غاښونو کلینک ته ورسېد، نو د غاښونو جعلي ډاکټر ورته وویل چې دې د غاښونو په یوه پوهنتون کې محصلینو ته درس ورکوي، خو بې چاره حاقان یلدرم ته څه پته وه چې دی به د خپل ژوند له تر ټولو دردوونکي تجربې سره مخامخ شي.
د ترکیې د غاښونو جعلي ډاکټر په دې وخت کې مریض ته وویل چې د ستا مخ ته څلور غاښونه به وباسم، چې هلته ښاغلی حاقان یلدرم زړه نه زړه و او د غاښونو جعلي ډاکټر خپه شو او ورته یې وویل: آیا ته ما ته خپل کار راښیې او حاقان یلدرم بیا غلی شو او د غاښونو جعلي ډاکټر د نوموړي سړي حاقان یلدرم د څلورو غاښونو په ایستلو سره هغه ته وویل چې د دغو څلورو غاښونو پرځای به پروستهیس غاښونه ولګول شي.
کله چې د ترکیې ښاریز حاقان یلدرم چې څلور روغ رمټ غاښونه یې د غاښونو جعلي ډاکټر ایستلي وو، د جعلي ډاکتر د درملو نسخه یوه درملتون ته یوړه نو هلته ورته وویل شول چې د درملو په نسخې باندې د ډاکټر مهر نشته او ده ته طبي بیمه نه ورکول کېږي.
کله چې د ترکیې دغه ښاریز حاقان یلدرم په سبا ورځ د غاښونو کلینک ته ورغی، نو حیرانه شو ځکه چې هلته د غاښونو د جعلي ډاکټر پرځاې د غاښونو اصلي ډاکټر موجود وو او کله چې حاقان یلدرم ډاکټر ته ټوله کیسه بیان کړه، نو معلومه شوه چې «سیمال سینسلان» اصلا ډاکټر نه دی، بلکی هغه یو صفا کار دی.
اوس د ترکیې یوې محکمې د غاښونو جعلي ډاکټر ته دوه نیم کاله د بند سزا ورکړې ده او هغه يې په نغدې جرمانې هم محکوم کړی دی.