د نړۍ پیاوړي پاسپورټونه د کومو هیوادونو دي؟
https://parstoday.ir/ps/news/interesting_and_strange-i144602-د_نړۍ_پیاوړي_پاسپورټونه_د_کومو_هیوادونو_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی په روان دوه زره څلرویشتم(۲۰۲۴) میلادي کال کښې د دنیا د پیاوړي پاسپورټونو په درجه بندۍ کښې په لوړه سویه بدلونونه راغلي دي.
(last modified 2024-01-11T11:55:46+00:00 )
Jan 11, 2024 14:56 Asia/Kabul
  • د نړۍ پیاوړي پاسپورټونه د کومو هیوادونو دي؟

زمونږ خبریال راپور راکړی په روان دوه زره څلرویشتم(۲۰۲۴) میلادي کال کښې د دنیا د پیاوړي پاسپورټونو په درجه بندۍ کښې په لوړه سویه بدلونونه راغلي دي.

په دغه درجه بندۍ کښې د پاکستان پاسپورټ په یوسل لومړي(۱۰۱) لمبر کښې ورغلی دی او دغه راز د بنګلادیش ، د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو  ، صومالیا ، یمن ، ایتوپیا او د  لیبیا په شان د هیوادونو پاسپورټونه له پاکستان څخه مخکی او بهتر دي.

د پاکستان په پاسپورټ باندې د دنیا څلوردیرش هیوادونو ته له ویزې پرته سفرونه کیدلای شي.

تر ټولو کم اهمیت لرونکی پاسپورټ د افغانستان دی چې په یوسل څلورم (۱۰۴)لمبر کښې راځي او د افغانستان په پاسپورټ باندې د دنیا اتویشتو هیوادونو ته سفر کیدلای شي.

له افغانستان څخه وروسته د سوریې پاسپورټ دی چې د نړۍ نهویشتو هیوادونو ته ورباندې سفر کیدلای شي.

د عراق پاسپورټ هم د نړۍ په یوسل دریم(۱۰۳) کښې لمبر کښې راځي چې یودیرشو هیوادونو ته ورباندې سفر کیدلای شي.

د دنیا په پیاوړي پاسپورټونو کښې د فرانسې ، د جرمني ، د ایټالیا ، د جاپان، د سینګاپور او د اسپانیا پاسپورټونه په سر کښې دي چې ورباندې د نړۍ یوسل څلور نوي هیوادونو ته سفر کیدلای شي او ویزې اخیستلو ته ضرروت نشته.

د ویلو ده چې جاپان او سینګاپور هیوادونو له تیرو پینځو کلونو راهسې لومړی مقام ترلاسه کړی دی چې اوس هم په دغه مقام پاتې دي.

دغه راز د اروپا فینلینډ او سویډن هیوادونو له جنوبي کوریا سره یوځاې د دنیا دوهم قوي پاسپورټونه لري .

اسټریا ، ډانمارک ، ایرلینډ او هالینډ هم د قوي پاسپورټونو دریم مقام ترلاسه کړی دی.

بیلجیم ، لوګزامبورګ، ناروې، پرتګالاو انګلستان د دنیا څلورم لمبر پاسپورټونه لري او یونان، مالټا او سویزرلینډ پینځم مقام لري او اسټرالیا او نیوزي لینډ او پولینډ د دنیا شپږم لمبر قوي پاسپورټونه لري  او  امریکا او کاناډا له هنګري هیواد سره یوځاې په اوم لمبر کښې ورغلي دي.

دغه راز هندوستان د نړۍ د قوي پاسپورټونو په درجه بندۍ کښې اتیایم مقام لري.