د نړۍ لس شتمن شخصیتونه؛ جیف بیزوس لومړی او ایلن ماسک دویم ځآی لري
د امازون بنسټ اېښودونکی او د دغه شرکت پخوانی اجراييوي رئیس جیف بیزوس ایلون ماسک څخه مخکې او د نړۍ لومړۍ درجه شتمن شخص په توګه اعلان شو.
د بلومبرګ میلیادرانو د پېژندنې ادرس د معلوماتو له مخې؛ دوه کاله وروسته، جیف بیزوس وتوانید چې د 200 میلیارد ډالرو شتمنۍ سره له ایلون مسک څخه مخکې شي او د نړۍ تر ټولو شتمن کسانو په لیست کې لومړی مقام خپل کړي.
د ایمیزون ونډو ارزښت د 2024 له پیل راهیسې 17٪ ډیر شوې او د تیرو 12 میاشتو په پرتله نږدې 90٪ یې وده کړې.
د امازون سټاک نرخ د ودې په پایله کې په ډرامتیک ډول د بیزوس شتمني لوړه شوه.
جیف بیزوس د ایمیزون سټاک څومره سلنه لري؟
جیف بیزوس د ایمیزون د ونډو شاوخوا 9٪ مالکیت لري، او د ایمیزون ونډو کې هر ډول بدلون به د بیزوس شتمني باندې د پام وړ اغیزه ولري.
د یادولو وړ ده چې جیف بیزوس د بلیو اوریجن فضایي شرکت مالک دی.
اوس مهال ایلن ماسک د نړۍ د شتمنو کسانو په لیست کې دویم مقام لري.
د بلومبرګ د تازه معلوماتو له مخې، د 2024 کال د مارچ 5 نیټې پورې، ایلون مسک د نړۍ ترټولو بډایه شخص لقب له لاسه ورکړی او د 198 ملیارد ډالرو شتمنۍ سره دوهم ځای لري.
د بلومبرګ د میلیاردرانو په نوملړ کې په دریم ځای کې "برنارډ ارناؤډ" د ۱۹۷ میلیاردو ډالرو په لرلو سره، په څلورم ځای کې مارک زوکربرګ د ۱۷۹ میلیاردو ډالرو په لرلو سره او په پنځم ځای کې بېل ګېټس د ۱۵۰ میلیارد ډالرو په لرلو سره مقامونه لري.
دغه راز په شپږم ځای کې د مایکروسافټ پخوانی اجرایوي مشر سټیو بالمر دی چې د هغه د خالص شتمنۍ ارزښت له 131 میلیارد ډالرو څخه 143 میلیارد ډالرو ته لوړ شوی دی.
وارن بافت، د ګوګل یو له بنسټ ایښودونکو څخه په اووم ځای کې دی شتون لري، د هغه شتمني 133 میلیارد ډالرو ته رسیدلې، دغه راز اتم مقام د سافټویر لوی شرکت اوراکل.
اتم ځای د سافټویر لوی شرکت اوراکل بنسټ ایښودونکی "لیري ایلیسون" لري چې شتمني یې 129 میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.
"لیري پیج"، د ګوګل یو له بنسټ ایښودونکو څخه، په نهم مقام کې ځآی لري چې شتمني یې 122 میلیارد ډالرو ته رسیدلې، دغه راز د ګوګل بل بنسټ ایښودونکی "سرګي برین" د ۱۱۶ میلیاردو ډالرو په درلودلو سره د نړۍ د شتمنو په لسم مقام کې ځآی لري.