د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره نومونه لیکل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100326-د_ایران_د_ولسمشرۍ_د_انتخاباتو_لپاره_نومونه_لیکل_شوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د انتخاباتو د کمیټۍ ویاند سید اسماعیل موسوي د ولسمشرۍ د کاندیدانو د نومونو د لیکلو د څلورمې (۴) ورځې په بهیر کښې د درې نوي (۹۳) نورو کسانو د نومونو د لیکلو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 15, 2021 04:27 Asia/Kabul
  • د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره نومونه لیکل شوي

زمونږ خبریال وايي د ایران د انتخاباتو د کمیټۍ ویاند سید اسماعیل موسوي د ولسمشرۍ د کاندیدانو د نومونو د لیکلو د څلورمې (۴) ورځې په بهیر کښې د درې نوي (۹۳) نورو کسانو د نومونو د لیکلو خبر ورکړ .

هغه د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د نومونو د لیکلوپه څلورمه (۴) ورځ د درې نوي (۹۳) نورو کسانو د نومونو لیکلو ته په اشارې سره وویل په څلورو (۴) ورځو کښې درې سوه څلورو (۳۰۴) کسانو د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي .

موسوي وویل د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د کاندید کیدا  د نوم د ثبتولو نن اخري ورځ ده او دغه مهلت به نور تمدید نشي .

د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو انتخابات د روان میلادي کال د جون د میاشتې په اتلسمه (۱۸)نیټه ترسره کیږي .