په ايران کښې د کورونا وروستی اعدادوشمار
د ايران د روغتيا ادارې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په کورونا له اخته کسانو څخه د 216 نورو کسانو د مړينې خبر ورکړ.
د اېرنا د رپوټ له مخې ايران د اسلامي جمهوريت د روغتيا ادارې نن د يوې خبرتيا په خپرولو سره اعلان وکړ چې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د کورونا له کبله د 216 نورو کسانو په مړينې سره په هېواد کښې د دغو وائرسو له کبله د مړو شمېر 78 زره 597 تنو ته رسېدلےدے.
د دغې خبرتيا له مخې د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې ۸ زره ۶۳۱ نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې دې سره په ايران کښې په کورونا د اخته کسانو ټول شمېر دوه ميلين ۸ لکه ۳۲ زره ۵۱۸ تنو ته رسېدلے دے چې تر اوسه دوه ميلينه ۳ لکه ۳۳ زره ۷۸۹ تنه ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.
د هېواد د روغتيا ادارې وويل: په هيواد کښې د کوويډ نولس بيمارۍ ۱۸ ميلين،۹ لکه ۳۲ زره او ۸۹۶ ټېسټونه ترسره شوي دي.
دغې روغتيائي ادارې همدارنګ وويل: تر اوسه دوه ميلين ۵ لکه 36 زره او 627 تنو ته د کورونا وېکسينو وړومبنے ډوز او ۴ لکه ۵۵ زره ۲۳۲ تنو ته هم دويم ډوز وهلے شوے دے چې په ايران کښې وهل شوي وېکسينونه ۲ ملين ۹ لکه ۹۱ زره 859 ډوزو ته ورسېدل.