د ځان د بې اعتباره کولو پر ځاې د برجام راژوندي کولو ته پام وکړئ
(last modified Fri, 28 May 2021 03:08:03 GMT )
May 28, 2021 07:38 Asia/Kabul
  • د ځان د بې اعتباره کولو پر ځاې د برجام راژوندي کولو ته پام وکړئ

د ایران د خارجه وزارت ویاند بیګا د امریکې او بریطانیې له خارجه وزیرانو وغوښتل چې د ځانونو او د خپلو هیوادونو د بې اعتباره کولو پرځاې دې د ایټمي موافقې په راژوندې کولو تمرکز وکړي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند بیګا د امریکې او بریطانیې له خارجه وزیرانو وغوښتل چې د ځانونو او د خپلو هیوادونو د بې اعتباره کولو پرځاې دې د ایټمي موافقې په راژوندې کولو تمرکز وکړي.

سعید خطیب زاده په یو ټویټ کښې نیواکي فلسطین ته د امریکې او بریطانيې د خارجه وزیرانو انتوني بلینکن او ډوینینک راب سفر ته په اشارې سره ولیکل: د امریکې او برطانیې خارجه وزیران د برجام د قسم خوړلي دښمن د خوشالولو په کوشش کښې د ویانا مذاکرات تحریفوي. دا نهیلې کونکی کار دی.

هغه په دوام کښې لیکلي دي: د اسرائیلو خونړي رژيم چې تاسو یې د خوشالولو کوشش کوئ، د ایټمي موافقې د خرابولو لپاره یې خپله پوره پوره هڅه کړې ده.

د ویلو ده چې د امریکې او بریطانیې د بهرنیو چارو وزیرانو په دې وروستیو کښې د صهیونیسټي رژیم له چارواکو سره په ملاقاتونو کښې د ایران او برجام خلاف څرګندونې کړې دي.

 

ټیګونه