May 28, 2021 16:18 Asia/Kabul
  • په ايران کښې د کورونا وروستی اعدادوشمار

د ايران د روغتيا ادارې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په کورونا له اخته کسانو څخه د 184 نورو کسانو د مړينې خبر ورکړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې ايران د اسلامي جمهوريت د روغتيا ادارې نن د يوې خبرتيا په خپرولو سره اعلان وکړ چې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د کورونا له کبله  د 184 نورو کسانو په مړينې سره په هېواد کښې د دغو وائرسو له کبله د مړو شمېر 79 زره 568 تنو ته رسېدلےدے.

د دغې خبرتيا له مخې د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې  10 زره  253 نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې دې سره په ايران کښې په کورونا د اخته کسانو ټول شمېر  دوه ميلين  ۸ لکه ۶۶ زره ۱۱۱ تنو ته رسېدلے دے چې  تر اوسه دوه ميلينه ۴ لکه ۱۰ زره  ۲۵۲ تنه ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

د ايران د روغتيا وزارت په اعلاميه کښې همدارنګ راغلي دي چې  تر اوسه ۲ ميلينه ۴ لکه ۱۰ زره252 تنه له دغې بيمارۍ ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

د نړۍ د هېوادونو د سرکاري اعداد و شمار له مخې تر اوسه په ټوله نړۍ کښې له يو سل نهه شپېته ميلينه زيات کسان په کوئيډ ۱۹ نومې بيمارۍ اخته شوي دي چې چې له درې ميلين، شپږ لکه شپويشت زرو نه زيات د دغې بيمارۍ له کبله مړۀ شوي دي.

 

ټیګونه