په ايټمي برخه کښې له برجامه وراخوا هيڅ ژمنه نه منوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101088-په_ايټمي_برخه_کښې_له_برجامه_وراخوا_هيڅ_ژمنه_نه_منوو
په ويانا کښې په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي د دې په بيانولو سره چې خبرې اترې مهمو او بنيادي موضوعاتو ته داخلې شوې دي وويل: ايران په ايټمي برخه کښې له برجام ايټمي موافقې نه وراخوا هيڅ يوه ژمنه نه مني.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2021 00:14 Asia/Kabul
  • په ايټمي برخه کښې له برجامه وراخوا هيڅ ژمنه نه منوو

په ويانا کښې په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي د دې په بيانولو سره چې خبرې اترې مهمو او بنيادي موضوعاتو ته داخلې شوې دي وويل: ايران په ايټمي برخه کښې له برجام ايټمي موافقې نه وراخوا هيڅ يوه ژمنه نه مني.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې کاظم غريب آبادي بېګا په ويانا کښې په روانو خبرو اترو کښې وويل، هغه څه چې د ايران د اسلامي جمهوريت د پلاوي لپاره مهم دي دا دي چې که څه توافق رامنځته شي نو ايران به په ايټمي برخه کښې له برجام ايټمي موافقې نه  وراخوا هيڅ ژمنه قبوله نه کړي او ټول بنديزونه پکار دے ختم کړې شي او بيا راستي آزمائنه اوشي.

هغه د دې په بيانولو سره چې يو لړ موضوعات د څېړنې په حال کښې دي او دا امکان شته چې پلاوي بيا خپلو پائتختونو ته ستانۀ شي، صلاح مشورې وکړړې او ضروري دستورالعملونه حاصل کړي، زياته کړه، که دغه موضوعات هوار نه شي نو په طبيعي توګه به څه روغه جوړه هم ونه شي.

هغۀ په دوام کښې وويل، که څه هم د خبرو اترو په هر پړاو کښې اختلافات کم شوي خو اوس هم ډېرو مهمو او بنيادي موضوعاتو ته رسېدلي  يوو.

د ويلو ده چې وړمه ورځ هم د ايران د خارجه وزير مرستيال سيد عباس عراقچي په يو لړ څرګندونو کښې د دې په بيانولو سره چې د ويانا  په خبرو اترو کښې مو تر اوسه ښۀ پرمختګونه لرلي دي او د اختلاف وړ اصلي موضوعاتو ته رسېدلی يوو وويل: په ذاتي توګه مطمئن نه يم چې خبرې اترې به په دې پړاو کښې ختمې شي.