د مقاومت د جبهې جوړیدل د ایران د اسلامي انقلاب بریا ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101200-د_مقاومت_د_جبهې_جوړیدل_د_ایران_د_اسلامي_انقلاب_بریا_ده
ایرنا خبري اژانس وايي د بحرین د اسلامي غورځنګ مشر شیخ عیسی قاسم وویل د ایران د اسلامي انقلاب یوه (۱) ترټولو مهمه بریا د مقاومت د جبهې جوړول او د سلطې د نظام پرضد د بیا بیا بریالیتوبونو ترلاسه کول دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 04, 2021 00:57 Asia/Kabul
  • د مقاومت د جبهې جوړیدل د ایران د اسلامي انقلاب بریا ده

ایرنا خبري اژانس وايي د بحرین د اسلامي غورځنګ مشر شیخ عیسی قاسم وویل د ایران د اسلامي انقلاب یوه (۱) ترټولو مهمه بریا د مقاومت د جبهې جوړول او د سلطې د نظام پرضد د بیا بیا بریالیتوبونو ترلاسه کول دي .

هغه پرون د امام خمیني رحمت الله علیه او د اوس مهاله نړۍ په نوم نړیوال کانفرنس کښې چې په تهران کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رح په حرم کښې وشو  وویل د ایران اسلامي انقلاب د ایران په  ملت او ورپسې اسلامي امت کښې  اسلامي تفکر  په حرکت کښې راوست چې نتیجه یې د اسلامي مقاومت د جبهې په جوړیدا کښې لیدلی شو .

شیخ عیسی قاسم وویل نن سبا دا د مقاومت چورلیز دی چې په ټول جدیت او پریکندوالي سره له اسرائیلي دښمن سره د اړیکو د عادي کولو د پروژې په وړاندې دریدلی دی داسې پروژه چې داسلامي امت په ټول مادي او معنوي موجودیت یې ګوزار پیل کړی دی او دا په ایران کښې د اسلامي مبارک انقلاب یوه(۱) بله بریا ده .