د ایران دپوځ قدرت د دفاع لپاره دی
مونږ خپلو ګاونډیانو ته په ډاګه وایوو چې د مونږ د وسلوال ځواک قدرت ستاسو پشتیبان او ساتونکی هم دی او هیڅکله هم د تاسو په خلاف نه دی ،که مونږ په فارس خلیج او عمان سمندرونو کې قدرتمن سمندري ځواک لرو ، نو دغه ځواک د فارس خلیج او عمان سمدر او همداراز په هند سمندرګي او سره سمندر او د نورو سیموپه سمندرو کې داصلی لارو ساتونکی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني نن دایران د دفاع وزارت د ملی پروژو د افتتاح په دستورو کې وئیلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوال ځواک قدرت او توان یوازې د دفاع لپاره او پښمانه کونکی دی،ایران داسې قدرت دی چې د سیمې امنیت دځان او درستو ګاونډیانو لپاره تضمین کوي .
ډاکټر حسن روحاني په دغو دستورو کې وئيلي په تیرو اتو کلونو کې د ایران د هوافضا دفاعي قدرت له بل هره وخته لازیات برلاسه شوی دی .
هغه روښانه کړې،په دغې مودې کې تر ټولو ماډرنې هوافضادفاعي وسلې جوړې شوي او د هیواد توغندوي توانمنۍ هم دپخوا په نسبت لاقدرتمنې شوي دي ،په دغې مودې کې همداراز سمندري بیړۍ ، اوبتلونه او د سمندري ځواک د اړتیا وړ ډول ډول توغندي لازیات پیاوړي او ماډرن شوي او سمندري لرواټنه کروز توغندي له درې سوه کلومیټرو تر زرو کلومیټرو پورې په واټن تر شیشته رسول شوي او اوس یو قدرتمند توان د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ په اختیار کې دی .
ډاکټر حسن روحاني د کوثر ،جنګي الوتکې ، دالوتکو د اینجن او همداراز د هوافضا ځواک او زغرګاډو د جوړولو په څير دهوائي ځواک په زمنیې کې د خپل هیواد توانمنیو ته په اشارې سره ووئیل ، نن سبا د ایران د اسلامی جمهوریت پوځ او سپاه پاسداران یو په ځان بسیه ځواک دی او پخپلو پښو دریدلی او د حکومت او دفاع وزارت په توانمنیو سره او د مونږ له بهره اړتیا پرته دخپل هیواد دفاع کولی شو . د اسلامی ایران ولسمشر ټينګار کړی ، داسلامی ایران دپوځ توان او قدرت یوازې ددفاع لپاره او پښمانه کونکی دی او هیڅکله هم مونږ پر بل هیواد تیری نه دی کړی .مونږ خپلو ګاونډیانو ته په ډاګه وایوو چې د مونږ د وسلوال ځواک قدرت ستاسو پشتیبان او ساتونکی هم دی او هیڅکله هم د تاسو په خلاف نه دی ،که مونږ په فارس خلیج او عمان سمندرونو کې قدرتمن سمندري ځواک لرو ، نو دغه ځواک د فارس خلیج او عمان سمدر او همداراز په هند سمندرګي او سره سمندر او د نورو سیموپه سمندرو کې داصلی لارو ساتونکی دی .