۲۲۳۱پریکړه لیک د ایران توغندوي پروګرام نه محدودوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101638-۲۲۳۱پریکړه_لیک_د_ایران_توغندوي_پروګرام_نه_محدودوي
 د ایران د خارجه وزارت ویندوي  د ویانا  خبرې اتر ېآو د ایران دو لسمشرۍ  دانتخاباتو  دارتباط په باب  هم ووئیل هغه څه چې  په ویانا کې روان دي ،  د ایران له انتخاباتو او داخلی بدلونونو سره هیڅ اړه نه لري ، باید ددغو موضوعګانو په باب  سیاسی فیصله په پلازمینو کې  وشي ، چې که  داسې وشي ،نو  جامعې نړیوالې ایتمی موافقې ته بیرته ستنیدل ممکن دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 14, 2021 10:23 Asia/Kabul
  • ۲۲۳۱پریکړه لیک د ایران توغندوي پروګرام نه محدودوي

 د ایران د خارجه وزارت ویندوي  د ویانا  خبرې اتر ېآو د ایران دو لسمشرۍ  دانتخاباتو  دارتباط په باب  هم ووئیل هغه څه چې  په ویانا کې روان دي ،  د ایران له انتخاباتو او داخلی بدلونونو سره هیڅ اړه نه لري ، باید ددغو موضوعګانو په باب  سیاسی فیصله په پلازمینو کې  وشي ، چې که  داسې وشي ،نو  جامعې نړیوالې ایتمی موافقې ته بیرته ستنیدل ممکن دي .

 زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  نن په خبري کنفرانس کې د ایران دتوغندوي پروګرام په ضد د  اوه ډلې  دسرمشریزې  د اعلامیې په باب روښانه کړې ده ،  د ایټمی خولیو  او بالسټیک پلانونې سره توغندي  د ایران  د پروګرام برخه  نه ده او  دغه ډول خیالونه  غیر واقعي دي  پر دې اساس غوره ده ، د ا وه ډلې غړي هیوادونه  په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې پخپلو ژمنو عمل وکړي .

  د ایران دخارجه وزارت ویندوي  د ویانا او دغه راز د ایران او د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژآنس  دخبرواترو  په باب  هم روښانه کړې ده ،  دمونږ موافقه تخنیکي ده او  دایران د  پارلیمان  دمصوبې  د اجرائي کیدا له وخت راهسې ، دې ته د  سیف ګارډز  لاسرسی نشته ، دا چې  په یوې میاشتې کې  کومې نتیجې ته ورسیږو،  بدبینه نه یوو ، که  هم  کومې نتیجې ته ونه رسو ،نو  بیا  د شرائطو د وام ،  او د کیمرو پاکول یا ئې پریښودل  یوه داخلی فیصله ده .

 خطیب زاده ددې خبرې په کولو سره چې  ا مریکایان باید  ضمانتونه ورکړي ، چې  د ډونالډټرمپ د کرغیړن پړاؤ  پيښې نه تکراریږي ، ووئيل ، د امریکا د  ژمنتیاؤ  د اجرا څرنګوالی او  همداراز  په خبرواترو کې دایران دجبرانونکو اقداماتو ددریدا څرنګوالي باندې خبرې روانې دي ، هیڅ بندون نشته  ،  خبرې اترې پر مخ روانې دي او  لوري  په جدیّت سره  په مشورو بوخت دي او په همدې بهیر سره  یوه متن ته رسیدلی شي .