په ایران کې په کرونا۱۱۹نور ککړ کسان هم قرباني شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101648-په_ایران_کې_په_کرونا۱۱۹نور_ککړ_کسان_هم_قرباني_شول
کرونائي ناروغۍ  د هیوادونو درسمي احصایو په اساس ، تر دې دمه  په درستې نړۍ کې  څه ډپاسه یو سل شپږ ا ویا میلیون  کسان ککړ کړي  چې له دوي تر دې دمه څه ډپاسه  درې میلیون اته لکه شل زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 14, 2021 11:52 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا۱۱۹نور ککړ کسان هم قرباني شول

کرونائي ناروغۍ  د هیوادونو درسمي احصایو په اساس ، تر دې دمه  په درستې نړۍ کې  څه ډپاسه یو سل شپږ ا ویا میلیون  کسان ککړ کړي  چې له دوي تر دې دمه څه ډپاسه  درې میلیون اته لکه شل زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

 زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران دروغتیائي چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې په کرونا نورو یوسل  نولس ککړو کسانو  هم خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دوي سره په درست ایران کې تر دې دمه دکرونائي قربانیانو شمیر دوه اتیا زره  دوه سوه اولس تنو ته  زیات شوی دی .

د ایران دروغتیائي چارو وزارت په دغې اعلامیې کې  وئیلي شوي دي ، په تیر  شواروز کې  د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په هیواد کې په کرونا نور  لس زره  اوه سوه پنځلس ککړ کسان پیژندل شوي  چې له دوي  یوزر دوه سوه شپږڅلویښت  کسان  هم په روغتونونو کې بستري شوي دي  او له دوي سره په درست ایران کې تر دې دمه د کرونائي ککړو کسانو شمیر  هم درې میلیون نهه دیرش زره  څلور سوه تنو ته زیات شوی دی  او همداراز تر دې دمه  دوه میلیون شپږ لکه شپږشپیته زره  شپږ سوه کسان  هم په درملنې پسې ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .

Image Caption