د سیمې هیوادونه دې دافغانستان لپاره کومه حل لاره ولټوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102872-د_سیمې_هیوادونه_دې_دافغانستان_لپاره_کومه_حل_لاره_ولټوي
د افغانستان ویشل کیدا  د ګاونډيو هیوادونو لپاره خطرناکه کیدلی شي ، هماغه شان  چې دسورئې ویشل کیدا هم دغه تاوانونه په ځان پسې  درلودلی شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2021 09:00 Asia/Kabul
  • د سیمې هیوادونه دې دافغانستان لپاره کومه حل لاره ولټوي

د افغانستان ویشل کیدا  د ګاونډيو هیوادونو لپاره خطرناکه کیدلی شي ، هماغه شان  چې دسورئې ویشل کیدا هم دغه تاوانونه په ځان پسې  درلودلی شول .

زمونږ خبریال راپور راکړ ، د پاکستان   د وحدت مسلمین غورځنګ عمومی منشي  علامه راجه ناصر عباس جعفري  بیګا  د ایران په قم سپيڅلي ښار کې د افغانستان راتلونکي او طالبانو په نامې سره په یوه سیمنار کې له وینا وروسته  په خبري نا ستې کې  ووئیل ،  په افغانستان کې دبحران سختیدا  ته په پام سره  ددغه بحران  دحل لپاره د اسلامی هیوادونو  او په تیره بیا دګاونډیو هیوادونو له خواکومه لاره چاره لټول ضروري دي .

 د پاکستان د وحدت مسلمین غورځنګ  عمومی منشي  دافغانستان د حالاتو  په ارتباط  او د پاکستان پشمول د سیمې پر هیوادونو ئې دسیاسی او ټولنیزو اغیزو په باب  هم ووئیل ،دستمبر له یولسمې پیښو وروسته  د پاکستان حکومت د امریکا فرمان ته غوږ کیښودلی ؤ او اوس چې ا مریکایان  له شلو کلونو وروسته له افغانستانه پښې سپکې کوي ،نو  اغیزئې  پر پاکستان هم  کیږي . .  هغه همداراز ووئيل ، امریکا  په اسلامی نړۍ کې د اغیز شیندنې لپاره په عراق او سورئې کې داعش او نوره ترهه ګرې ډلې راوپنځولې  او  اوس  د هغوي منحوسې اغیزې د افغانستان په څير په  ځينو نورو هیوادونو کې هم وینو . راجه صیب  دافغانستان په بدلونونو داندیښنې په ښودلو سره ووئیل د افغانستان ویشل کیدا  د ګاونډيو هیوادونو لپاره خطرناکه کیدلی شي ، هماغه شان  چې دسورئې ویشل کیدا هم دغه تاوانونه په ځان پسې  درلودلی شول .