ایران په ټولو برخو کښې د عراق مرستې ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103082-ایران_په_ټولو_برخو_کښې_د_عراق_مرستې_ته_تیار_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو وزیر د عراق د پارلیمان د مشر په کتنه کښې وویل چې ایران په ټولو برخو کښې له عراق سره مرستې ته چمتو دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 16, 2021 05:55 Asia/Kabul
  • ایران په ټولو برخو کښې د عراق مرستې ته تیار دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو وزیر د عراق د پارلیمان د مشر په کتنه کښې وویل چې ایران په ټولو برخو کښې له عراق سره مرستې ته چمتو دی.

سید محمود علوي له محمد الحلبوسي سره په کتنه کښې، په ټولو زمینو کښې د عراق له ولس او حکومته د ایران په ملاتړ ټینګار کړی دی.

د عراق د پارلیمان مشر هم په دغه کتنه کښې د خپل هیواد د امنیت او ثبات د ساتنې لپاره له عراقه د ملاتړ په اهمیت باندې ټینګار وکړ.

ښاغلي علوي هم وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت په ټولو برخو کښې د عراق ملاتړ او حمایت کوي.

دواړو لورو د ایران او عراق ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او دوام باندې ټینګار وکړ.

د ایران د اطلاعاتو وزیر پرون هم داشان د عراق د ملي امنیت د ادارې له مشر عبدالغني الاسدي سره کتلي وو.

په دغه کتنه کښې د وروستیو امنیتي او اطلاعاتي بدلونونو او د بغداد او تهران ترمینځ د ملګرتیا د افقونو د پراختیا لارې چارې وجاجولې شوې.

د ویلو ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو وزیر تیره چارشنبه بغداد ته تلی دی او له دې مخکښې یې د دغه هیواد د ملي امنیت له صلاحکار او هم داشان له ولسمشر برهم صالح سره هم لیده کاته کړي دي.