د ایران ګاونډي هیوادونه بایدد اوبو په مصرف کې عدالت رعایت کړي
د ژواک چاپيریال په موضوع کې پکار دي ،له ګاونډیو او سیمه ایزو هیوادونو سره مشارکت ولرل شو او په دې لړ کې باید په نړیوالو ټولنو کې ځيني مهم کارونه او همداراز د اوبو او ټاټوبي په زمینې کې ځیني سیاسی اوعلمي اقدامات ترسره شي څو د غږملونو او اقداماتو له یوې ټولګې سره د منلو وړ شرائطو ته ورسیږو .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران دا سلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني ددې خبرې په کولو سره چې د ایران ګاونډیان باید د سینونو د اوبو په مصرف کې عدالت رعایت کړي ، ووئیل ، د ژواک چاپيریال په زمینې کې ، باید له سیمه ایزو اوګاونډیو هیوادونو سره مشارکت ولرل شو .
ایران پریس خبري آژانس هم راپور ورکړی،د اسلامی ایران ولسمشر نن د ژواک چاپیریال او اقتصادي او تجارتي آزادو سیمو د ادارو دملی پروژو په پرانیستونکو دستورو کې ووئيل ،همدااوس پنځلس آزادې سیمې لرو چې هیله مند یوو ، هیواد د له ګاونډیو او نړیوالو هیوادونو سره د رغنده تعامل په لاره کې واقع کړئ شي .
د ایران دا سلامی جمهوریت ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې ژواک چاپيریال له ډيرو زیاتو اړخونو برخمن دی ،ووئیل،د ژواک چاپيریال په موضوع کې پکار دي ،له ګاونډیو او سیمه ایزو هیوادونو سره مشارکت ولرل شو او په دې لړ کې باید په نړیوالو ټولنو کې ځيني مهم کارونه او همداراز د اوبو او ټاټوبي په زمینې کې ځیني سیاسی اوعلمي اقدامات ترسره شي څو د غږملونو او اقداماتو له یوې ټولګې سره د منلو وړ شرائطو ته ورسیږو .