د پارس جنوبی دګیسود زیرمو تولید۷۰۰میټرمکعب ته رسیدل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103736-د_پارس_جنوبی_دګیسود_زیرمو_تولید۷۰۰میټرمکعب_ته_رسیدل
د پارس جنوبی  په موضوع کې مو  د راتلونکي کال لپاره د  ریل پټلۍ  چارې هم  ترسره کړي دي او سږکال  له  ژمي   تر مخکې پورې  له پارس جنوبی څخه  نور څلویښت میلیون میتر مکعب ګیس ترلاسه کیږي .  
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 02, 2021 00:30 Asia/Kabul
  •   د پارس جنوبی دګیسود زیرمو تولید۷۰۰میټرمکعب ته رسیدل

د پارس جنوبی  په موضوع کې مو  د راتلونکي کال لپاره د  ریل پټلۍ  چارې هم  ترسره کړي دي او سږکال  له  ژمي   تر مخکې پورې  له پارس جنوبی څخه  نور څلویښت میلیون میتر مکعب ګیس ترلاسه کیږي .  

  ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی،د ایران دتیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه پرون د ایټمي  انرژئ د ادارې،د تیلو او د کار او هوساینې او تعاون د وزارتونو دپروژو په پرانیستونکو دستورو کې وئيلی دي،د ایران د جنوبی پارس د ګډ میدان یا  زیرمو څخه د اومو ګیسو تولید  کابو دوه نیم برابره زیات شوی دی.

 زنګنه  دغه راز وئيلي دي ،له دغو زیرمو څخه  د اومو ګیسو تولید  په ۲۰۱۳کال  په ورځې کې  له دوه سوه اتیا میلیون میټرمکعبو څخه دم ګړۍ  اوه سوه میټر مکعب ته رسیدلی دی .  

 د ایران د تیلو وزیر همداراز ووئيل ،په تیرو اتو کلونو کې په پارس جنوبی پلیټ فارم کې  کابو پنځه ویشت میلیارډډالرو په ارزښت سره پانګونې شوي دي او له نورو هغو پلیټ فارمونو او میدانونو څخه چې ئې لرو،  د ګیسو په تولید سره ، په ورځې کې   زر میلیون میټر مکعب ګیسو ته رسیدلي یوو .  

بیژن زنګنه  دغه راز ووئیل ،  د پارس جنوبی  په موضوع کې مو  د راتلونکي کال لپاره د  ریل پټلۍ  چارې هم  ترسره کړي دي او سږکال  له  ژمي   تر مخکې پورې  له پارس جنوبی څخه  نور څلویښت میلیون میتر مکعب ګیس ترلاسه کیږي .