د پروژو افتتاح کول  ددسیسه ګرو د سترګو ازغي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103740-د_پروژو_افتتاح_کول_ددسیسه_ګرو_د_سترګو_ازغي_دي
کله د ایران جنوب عسلویه ته واریدیږو ،نو  د چاڼځایونو، پلیټ فارمونو او د  اوبو لاندې دپایپ لاینونو ستره دنیا  ده چې  د انجنیّرینګ   له پلوه دلته ډير ستر  کارونه شوي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 02, 2021 00:55 Asia/Kabul
  • د پروژو افتتاح کول  ددسیسه ګرو د سترګو ازغي دي

کله د ایران جنوب عسلویه ته واریدیږو ،نو  د چاڼځایونو، پلیټ فارمونو او د  اوبو لاندې دپایپ لاینونو ستره دنیا  ده چې  د انجنیّرینګ   له پلوه دلته ډير ستر  کارونه شوي دي .

ایرنا خبري آژانس راپور ورکړ،  دایران د  اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني  پرون د ایټمی انرژۍ د ادارې ا و د تیلو او د تعاون ، کار او ټولنیزو هوساینو د چارو د وزارتونو  د ملی پروژو  په پرانیستونکو دستورو کې  ووئیل ،  هیواد تل د پرانیستنې ، بیا رغاونې او آبادونې  په حال کې دی  او  ټول زحمتونه  ګالي .

 ډاکټر حسن روحاني  پخپلې وینا کې وئیلي دي ،  له کرونائي بحران  او دغه راز  له اقتصادي جنګ دوام سره په یووخت ، ډيره مهمه وه چې  دنیا ته ځواب  ورکړو چې  البته   اصلي ځواب ، د ولس  مقاومت او کلکې دریدا  ورکړی دی.  د ډاکټر روحاني په وینا  نن سبا   درست سمندري پلیټ فارمونه  او  د جنوبی پارس  له ۲۷فیز سره اړونده  پلیټ فارمونه   مو افتتاح کړي ، چې  د ایران د تاریخ  تر ټولو سترې اقتصادي پروژې دي .  د اسلامی ایران ولسمشر همداراز وئيلي دي ، کله د ایران جنوب عسلویه ته واریدیږو ،نو  د چاڼځایونو، پلیټ فارمونو او د  اوبو لاندې دپایپ لاینونو ستره دنیا  ده چې  د انجنیّرینګ   له پلوه دلته ډير ستر  کارونه شوي دي .