زمونږ ځواب غاښ ماتونکی او پښمانه کونکی دی
سردار سلامي ووئیل دښمنان هڅه کوي د ایران دملت لپاره یوه اندیښنه راپورته کړي ، خو دا خبرداری ورکوو ، له تیر وخته درس واخلي ، ۴۲کاله کیږي ،چې مونږ له دښمنانو سره مقابله کوو او اوس له بر هر وخته لا پیاوړي او لا کلک هوډ لرو .
زمونږخبریال راپورراکړ د ایران د اسلامی انقلاب عمومي قوماندان د دښمنانو درسندویو د فضاجوړونې په باب وئیلي دي،د ښمنان دې پوهه شي،چې زمونږ ځوابونه غاښ ماتونکي،پښمانه کونکي او ویجاړونکي دي .
سردار حسین سلامي زمونږ خبریال سره په مرکې کې ووئيل،د اسلامي نظام په بریالیتوبونو پسې،د ښمنانو ډیرې هڅې وکړې له دغو پيښو چې په وخت په وخت د اوبو او بریښنا دکمښت په بحثونو کې شته ، ناوړه استفاده وکړي .
سردار سلامي ټينګار کړی ،د حکومت د منتقلیدا په حال کې یوو،دهغه حکومت د منتقلیدا په اپوټه چې په امریکا ئې منتقلیږي او په عزتمند او سرلوړي ایران کې د حکومت منتقلیدا، له سلامیتا او آرامښته برخمنه ده او په سیاسی غږملتیا او ورورولۍ سره ترسره کیږي .
سردار سلامي ووئیل دښمنان هڅه کوي د ایران دملت لپاره یوه اندیښنه راپورته کړي ، خو دا خبرداری ورکوو ، له تیر وخته درس واخلي ، ۴۲کاله کیږي ،چې مونږ له دښمنانو سره مقابله کوو او اوس له بر هر وخته لا پیاوړي او لا کلک هوډ لرو .
د ایران دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان روښانه کړې ده ، دښمنان دې له ذهنه باطلې لیدتوګې او افکار وباسي ځکه چې دمونږ ځواب ډير غاښ ماتونکی ،پښمانه کونکی او ویجاړونکی دی ، دایران له ملت سره له ډغرې ډډه وکړئ ځکه دخپل وطن ددفاع او ګټو په وړاندې له هیچا سره ټوکې نه کوو .