پوځ په قدرت سره د هرډول ګواښونو په وړاندې دریږي
د ایران د اسلامی جمهوریت پوځ د پوځي تیارسي په اوج کې دی او په قدرت سره د هر ډول ګواښ په مقابل کې مقاومت کوي او خپل ماموریت په بشپړ ډول ترسره کوي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دایران داسلامی جمهوریت دپوځ عمومي قوماندان سردار عبدالرحیم موسوي په دې خبرې په ټینګار سره چې پوځ په قدرت سره د هر ډول ګواښ په وړانډې دریږي ، ووئیل ، پر خپل ذاتي ماموریت سربیره هرچرته چې ضرورت شي ، نو هلته به حاضر شي .
سرد ار موسوي د ایران د پوځ د مځکني ځواک د یونټونو دق وماندانانو د څوارلسمېغونډې ترڅنګ چې په تهران کې د ویډیوئي کنفرانس له لارې ددغه ځواک په عمومي یونټونو کې ترسره شوي ، زمونږ خبریال سره په خصوصي خبرو کې زیاته کړې ، د ایران د اسلامی جمهوریت پوځ د پوځي تیارسي په اوج کې دی او په قدرت سره د هر ډول ګواښ په مقابل کې مقاومت کوي او خپل ماموریت په بشپړ ډول ترسره کوي .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې د ایران دپوځ دفاعي اقتدار ، د اسلامي انقلاب ، داسلامی جمهوری مقدس نظام په برکت ، د درستو قواؤ دستر قوماندان په هوښیارو او ځيرو لارښونو سره راپنځيدلی ،روښانه کړې ده ؛ پوځ اوی دپوځي توانمنیو هغې اندازې ته رسیدلی چې پر خپل ذاتي ماموریت سربیره ، چې د پولو او حدودو دساتنې تامینول دي ، هرچرته چې د هیواد شریف ولس پوځ ته اړتیا ولرل شي ، په تیره بیا د زلزلې ، سیل، کرونائي بحران ، اوبو رسول او داسې ځينو نورو پيښو د رامینځةکیدا په وخت به د ولس اوږه په اوږه شتون ولری .