د فارس خلیج اوعمان سمندر دناکراره بریښولو لپاره تکراري سناریوګانې
اوس پوښتنه داده چې په فارس خلیج او عمان سمندر کې دتیلی کشتیو په ضد مشکوکې پيښې او په سیمې کې د کشتیو دتګ راتګ ناکراره کول د چا په ګټه دي ..؟
ځینو خبري سرچینو په همداوروستیو شپو ورځو کې د اماراتو په سواحلو کې د څو کشتیو لپاهر د ځینو پيښو د رامینځةکیدا خبر ورکړی دی .ایسو شي ایټیډ پریس آژانس بیګا په دې زمینې کې په یوه راپور کې مدعی شوی، دمتحده عربی اماراتو په سواحلو کې د لږترلږه څلورو کشتیو کنټرولول له اختیاره وتلي دي.
له دې مخکې هم ځينو سرچینو د اماراتو له الفجیره بندر سره نزدې دیوې کشتۍ لپاره د یوې پيښې درامینځةکیدا خبر ورکړی ؤ .ددغو خبرونو له خپریدا سره په یووخت ، لویدیځي او صهیونیسټي رسندویو په فارس خلیج او عمان سمندر کې تلوراتونکو کشتیو ته د ا یران د پوځ د واردیدو په باب ګونګوسې خپرې کړي دي .
د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده په فارس خلیج او عمان سمندرونو کې تلوراتونکو کشتیو ته دایران د پوځ د ځواکونو د واریدیدو پروپيګنډې په ردولو سره د لویدیځي او صهیونیسټي رسندویو ددرغجنو سناریو ګانو په نسبت خبرداری ورکړی او په فارس خلیج سیمې او عمان سمندر کې د کشتیو لپاره په پرله پسې امنیتی پيښو په باب خپره شوي خبرونه په بشپړ دول مشکوک وبلل .
اوس پوښتنه داده چې په فارس خلیج او عمان سمندر کې دتیلی کشتیو په ضد مشکوکې پيښې او په سیمې کې د کشتیو دتګ راتګ ناکراره کول د چا په ګټه دي ..؟
په دې زمینې کې دوه احتمالونه شته دي ، لومړی احتمال ئې په سیمې کې د تیلی اوتجارتي کشتیو په ضد د امنیتی ګواښونومصنوعي کول دي چې په داسې بڼه کې باید ووئیل شي ددغو سناریو ګانو پلانونکي په فارس خلیج اوعمان سمندر کې په هدفمنو سناریوګانو پسې دي . ددغو سناریو ګانو په جوړونې کې د امریکا ، انګلستان اسرائيلو، عربستان او د سیمې دځينو نورو هیوادونو رول مطرح دی .
د په دې ارتباط د امریکا د پوځ د لوي درسیتز جنرال جوزف ډانفرډ څرګندونې دپام وړ دي . هغه په همداوروستیو کې دخبریالانو په ټول کې په باب المندب او هرمز تنګي سمندري حدودو کې دکشتیو دآزادۍ دتش په نامه ضمانت لپاره دیوه ائيتلاف دجوړولو په زمینې کې د امریکا د پلان خبر ورکړی دی . د امریکا دپوځ لوي درستیز همداراز وئیلي دي ، احتمالا ، راتلونکو اونیو کې مشخصه کیږي ، چې کوم هیوادونه ، له دغه نوښت څخه دملاتړ لپاره سیاسی هوډ لري .
په دغو سناریو جوړونو کې بل احتمال ، نورو موخو ته د رسیدو لپاره پر ایران د زیاتره امنیتی دباؤ لاسختول دي . په دې زمینې کې د وه موضوعګانې مطرح دي ، لومړۍد جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د دځنډول شوو خبرواترو برخلیک ، ا و د وهم بحث هم په سیمې کې د ایران دسټراټژیک پوځي شتون او د مقاومت کمزوري کول دي .
پر دې اساس ، دا خبره لیرې نه ده چې اسرائيل خپلو موخو ته درسیدا لپاره هڅه وکړي د فارس خلیج اوعمان سمندر په ناکراره کولو سره ، ایران له پلان شوو امنیتی چیلنجونو سره لاس او ګریوان کړي .
په عمان سمندر کې د تیرې جمعې په ورځې په یوې اسرائيلي کشتۍ د ډرون حملې دغه احتمال په لاجدی بڼه مطرح کړی دی .
صهیونیسټي چارواکو،د کومو سندونو او مدرکونو له وړاندې کولو پرته سملاسي په دغې حملې کې په لاس درلودلو دایران په تورنولو سره ایران ته د پریکنده ځواب غوښتنه کړې . د عربانو یوه تکړه شناندي او لیکوال عبدالباري عطوان په یوه راپور کې چې د رائ الیوم له سیمې ورآخوا ورځپاڼې خپور کړی،ددغو پيښو او دا مریکا او اسرائيلو د سناریو ګانو تر پردې شا د موخو په باب یوه تحلیل کې لیکلی دي ، دغه حمله، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې داحیاء په سر د ایټمي خبرواترو له ځنډیدا او د ایران دنوي ولسمشر سید ابراهیم ریسي د تائيدیدا او لوړې د دستورو د درشل په یووخت والي سره شوې ده .
داپه داسې حال کې دي چې په راتلونکو اونیو او شپو ورځو کې د ماجرا جوړونې ددغې سوئې د لاسختیدا په باب ځيني ګمانونه شته دي . عبدالباري عطوان په تیر مارچ میاشت کې هم دصهیونیسټي رژيم دپارلیماني سیالیو او د بینیامین نتن یاهو د صدراعظمۍ دپړاؤد پارلیماني سیالیو په پړاؤ کې په یوه ورته یاددښت کې په عمان سمندر او فارس خلیج کې دتیلی کشتیو د جنګ داحتمال خبره کړې او لیکلي ئې وو ، د اسرائیلو دس مندري ځواک یونټونو په تیرو دوو کلونو کې دایران دولس تیلی کشتۍ په نښه کړي دي .
په هرحال نښې نښآنې اوشواهد ددغو سناریوګانو دمشکوک کیدا ښودنه کوي په دغې سیاسی لوبې کې که صهیونیسټي رژيم چارواکي وغواړي دغه جنګ زیات کړي ، نو تر ټولو ستر تیروتنه به ئې کړي وي ، ځکه دا یو ډول ماجرا جوړونه شمیرل کیږي ، چې ممکنه ده صهونیسټانو او حتی د هغه د متحد په توګه دامریکا په ګټه هم نه شي . په دې بلاغوښتنې کې به دفارس خلیج سیمې نور هیوادونه هم په چورلټ ډول د دغو پيښو دنتیجو ښکار شي چې دسیمې او په فارس خلیج او عمان سمندر کې به دکشتیو د امنیت لپاره ډیر زیات لګښت ولري