ایران د امریکې او برطانیې بې بنیاده تورونه په کلکه رد کړل
(last modified Tue, 10 Aug 2021 01:34:04 GMT )
Aug 10, 2021 06:04 Asia/Kabul
  • ایران د امریکې او برطانیې بې بنیاده تورونه په کلکه رد کړل

لویدیځو رسنیو د جولایۍ په دیرشمه نیټه ادعا کړې وه چې په عمان سمندر کښې د صهیونیسټي رژيم په کشتۍ باندې حمله شوې ده او ورپسې صهیونیسټانو بې د هیڅ ډول مدرک وړاندې کولو په ایران باندې تور پورې کونه پیل کړه.

په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیرې او د نمایندګۍ مرستیالې پرون په امنیت شورا کښې د ایران خلاف د امریکې او برطانیې نه ثابت شوي تورونه او د سیاسي اغراضو په بنیاد څرګندونې په پریکنده توګه رد کړې او ویې ویل: دا تورونه د اسرائیلو د رژيم له خوا د دروغو ادعاؤ تکرار دی او د ثابتولو لپاره یې هیڅ د تایید وړ او جوت مدرک نشته.

د ایرنا د خبر له مخې زهرا ارشادي (د سمندري امنیت او نړیوال امنیت او د صلحې د ساتنې) په عنوان سره د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کښې د امریکې د خارجه وزیر او د برطانیې د دفاع وزیر د تورونو په ځواب کښې وویل: په فارس خلیج او عمان سمندر کښې د دغو هیوادونو د پوځي ځواکونو شتون تل په سیمه کښې د ناامنۍ په بې ثباتۍ اصلي سرچینه پاتې شوې او د خپل شتون یا د سیمې په هیوادونو باندې د حملې د توجیه لپاره د دروغو له خبرونو او عملیاتو ګټه پورته کوي.

میرمن ارشادي وویل چې دا ډول تورونه د تجارتي کشتیو خلاف د اسرائيلو د رژیم په ترهګرو اقداماتو هیڅکله برغولی نه شي کښیښودې، زیاته کړه: یوازې په څه کم دوو کلونو کښې دغه رژيم په سیمه ایزو سمندرونو کښې د تیلو یا د انساندوستانه شیانو په وړونکو څه باندې لسو کشتیو باندې حملې کړې دي.

په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیرې څرګنده کړه: د مِرسِر سټریټ کشتۍ د پیښې په هکله د اسرائیلو جنجال په سیمه کښې د اسرائیلو د رژيم له نورو بې ثباته کونکو فعالیتونو او بلاغوښتنو څخه ذهنونه نه شي اړولې.

هغې په دوام کښې په دې خبرې سره چې د دوکې پر سیاست او دروغ ویلو سربیره اسرائیل د دروغجنو عملیاتو په ترسره کولو کښې هم استاد دی، څرګنده کړه: امنیت شورا دې د دغه رژيم له خوا د نړیوالو قوانینو د پلان شوې خلاف ورزۍ خلاف د اسرائیلو نرمښت او ځنډ ختم کړي.

د ویلو ده چې لویدیځو رسنیو د جولایۍ په دیرشمه نیټه ادعا کړې وه چې په عمان سمندر کښې د صهیونیسټي رژيم په کشتۍ باندې حمله شوې ده او ورپسې صهیونیسټانو بې د هیڅ ډول مدرک وړاندې کولو په ایران باندې تور پورې کونه پیل کړه.

لویدیځوالو هم د صهیونیسټانو په ملګرتیا سره د ایران خلاف د هغه ادعا تکراروي او ادعا کوي چې په عمان سمندر کښې په اسرائیلي کشتۍ باندې په حمله کښې د تهران لاس دی.

 

ټیګونه